(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

میړانه

[02.Jul.2019 - 18:50]


چې په خوا په خاطر نهٔ هسې عیان شي

ځینې څه چارې پیدا په دا جهان شي

.

په لاچۍ په څو تره وګرځېدلم

اوس مې ګښت د اپریدیو په میدان شي

.

لکه باز په یوه غره ګرځي، بل ګوري

بیا زما نظر د سوات په کوهستان شي

.

د مغل منصب مې پرېښو، هسې خوښ یم

لکه خلاص د لویه بنده بندیوان شي

.

دا نادره عقیده لکه زما ده

لا عجب، که بل پیدا هسې افغان شي

.

که مې چېرې ننیګالي په لاسو کېوځي

پرې به لیرې دا زما د زړه ارمان شي

.

وَ مغول وَ ته به هسې کار ښکاره کړم

چې راضي راڅخه روح د فرید خان شي

.

په اَعُوذُ به یې فتح کړم، که خدای کا

په دا کار کې که څوک ما وَته شیطان شي

.

په هر کار چې همت وتړي، له دِله

که اغزي وي، هغه کار وَته ریحان شي

.

که فرښته وي، بې بدۍ به پاتې نه وي

چې قرین ورسره هر کله بدان شي

.

چې یې خپله پوه نه وي، ښه هغه دی

چې د بل سړي په پند پسې روان شي

.

هېڅ بهبود خبره وانهٔ وړې له چا نه

بېهوده خبرې ډېرې تر دا میان شي

.

زه به نن غرض وَ ګانده ته پرې نږدم

که د ګانده د ژوندون سړی ضمان شي

.

چې په خندا په خوب ووینې وژاړې

د نادانو یاري سود ګڼې دا زیان شي

.

په یوه بڅري وسوځي درست کلی

په یوه خبره لاړ واړه ایمان شي

.

ساقي نن زما په دور جام ګردان کړه

ګوره ګانده به د چا د وَر ګردان شي

.

اورنګزیب بادشاه زړه ډک په لاهور راغی

ګوره ګانده به څوک وران، څوک به ودان شي

.

لکه کښت لره باران او باد پکار دی

د عالم ټولې په خلک په احسان شي

.

درومه، هېڅ د میاشت، د کال خبرې مه کړه

هر ورځ پېرې څو شانه د اسمان شي

.

ډېر وَتا وَته نن لافې د یارۍ کا

ګانده ستا وَ سر ته کېني غلیمان شي

.

په جهان د ننګیالي دي دا دوه کاره

یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي

.

د بازونو د کارګانو مصاف وینم

تر دا منځ به یې د وینو رود روان شي

.

عاقبت به خدای ظفر کا د بازانو

تار په تار به آواره، واړه کارګان شي

.

چې وَ کار ته یې حیران دي دا بېرته شاته