(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

طنزونه

[02.Aug.2019 - 08:46]

طنز/ محمود نظری 

شین سترګی ډالر

 غلام تل مدام د ښه بادار پسې ګرځي

بدلمنه تل د سړي پولدار پسې ګرځي 

غلام لکه رنډۍ بې روېبار ژوند کولای نسي

مرداره ښځه تل دسړي مردار پسې ګرځي

 

د جرج واشنګټن د مړو سترګو بلا واخلم

دهغه  لپاره له ځانه جوړوم غویی اوخر

دهغه مردار  او بد بویه کاغذ زر واري ځار سم

حاضر یم قبول کړم د هغه لپاره ټاپه د کفر

زه دغه   نازدانه یار ته له سر او مال تیریم

دهغه لپاره پر ټولوملي مناسباتو وهم چکر

د ولسمشرکرزي د حکمروایي راهیسي

په وطن کې روان  دی منظم دغلا مي لر

هغوی لوړو مقامونو ته له زینې سره رسیږي

چې په عقل کې تر ټولو وي خوار او چولر

ګناه څه ده د روس امریکا او پاکستان

چې زه خپله مین یم به شین سترګي ډالر

 دهغې په حقیقي مینې کې له هر څه تیر یم

لاس ته  راوړو ته یې ان دبادار په امر ګرځم بې نیکر

دهغه شین سترګي یار په جیب کې اچولو لپاره

په باڼه جارو کوم دالان د غدارانو د قطر

ماغوندې دا معشوق ډیر لري عاشقان

اشغال کې هر یو دکونې دپټولو لپاره کاروي  دبل سر

په بدل عشق کې عاشق اخیر تر لوړ مقامه رسي

لوړ ځي هغه چې مینان دي دشین سترګې ډالر

دټرامپ له دې لیونۍ وینا څخه مه حیرانیږه ولسه

هغه یوازې لیدلي زموږ مشران چې هر یو دی ښه چاکر

د خره هر وخت یوازې ښه کار  وي ګوز یا لغته

دهغه تمه مه لره چې درته ولولې له یاده مختصر

دبل دینو له خلکو هیڅ وخت تمه د ښو مه کړه

دهغه د خیر کار نورو خلکو ته دی هر وخت شر

بادار هر وخت له نازه خپل غلام ته بروګمشو وايي

دهغه یوازې هدف دي خپل سجده کوونکی افسر

 

وايي یو نفرد اوږدې مسافري راغی ستړی کور ته

خپلو میرني او لوڼو ته یې ویل تاسو غیم له یو سر

پیغلې لوڼي یې غمجني سوې موریې ویل غم مه کوئ

 ټولو  ته مالوم دی د هغه د غولو اصلي نفر

....................................

بد بویه حلوا 

له هغو تښته چې سجده کوي اغیار ته

ګلان دخار پر ځای ډالۍ کوي دمار غار ته

د  دنیاټول کارونه سر چپه دي لکه خوب

هر یو اول زهر ورکوي خپل  تر ټولوښه یار ته

***

نسته په دنیا کې کوم سړی بې ګناه

دچا لږ څه دچا لږ ډیره ده سزا

یو غټ پيل ته وایي کوچنی موږک

بل ماشي ته وایي چوغکه یامینا

بېرته شاته