(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سل په سل

منم چې ښكلي په دنيا كښې ډېر دي په ټول يورپ او ايشيا كښې ډېر دي خو زما يار د ټولو ښكلو نه بدل دآ هم رباعي ده، هم غزل دآ كوي په ناز او په نخرو خبرې خوږې، خوږې لكه خارو خبرې لكه د ښكلو ښاپېرو خبرې زما د ژوند د لارې مل دآ هم رباعي ده، هم غزل دآ لري ګلاب غوندې رنګينه ځواني د هر يو حُسن نه حسينه ځواني ډكه له نازه نازنينه ځواني د مُرادونو شيش محل دآ هم رباعي ده، هم غزل دآ له هر چا ښكلآ زما ښكلآ جانان زما "لايق" زما سپېڅلآ جانان هغه وختونو نازولآ جانان بس مينه مينه سل په سل دآ هم رباعي ده، هم غزل دآ

Laiq Zada Laiq -
بېرته شاته