(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

له خپل ځانه هم په دې وجه بېزار يم چې د ځان په دايره کې راايسار يم سپينو اوښکو د سېلاب پشانې يوړم تورو سترګو ته بيا هم په انتظار يم ګل نه څه پوښتې چې مينه څنګه کېږي اوسېدونکى د ښيستونو د بازار يم ياره مينه اوس په ښار کې اوسېدل دي کور مې هم د کرايې دى او بې کار يم خپلې ژبې يې په خپلو چړو پرېکړې زه د داسې قوم غږ يمه، دستار يم

Abdul Hadi Hairan -
بېرته شاته