(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دويساک ورځ

[04.Jun.2020 - 15:21]

دويساک ورځ 

ږيروره ساقي راسه 

دشرابوعطر پاشه 

گوره ورځي دويساک دي 

زړونه ټول له خيرو پاک دي 

دنانک روی مي دروړی

له خماره مي روح ستړی

ستا ترسپیني ږيري جارسم 

صدقه یې تر هرتارسم 

دهرتار په شمېريوجام را

نشه مسته دخيام را

په خپل گرنت دي ستا قسم وي 

چي هرجام دي جام دجم وي 

نور ځنډ کفردی تلوارکړه 

ايمانداره جام تيارکړه 

يرغل گډ پر خرابات کړه   

دکرم دخم سرمات کړه 

چي دتاک لور لوڅه پاڅي 

درندانو مخ کي ناڅي 

په ليدو یې مستانه سو

په خوندو یې فرزانه سو 

بيا له سره رازلميان سو

دښاغلي تاک زومان سو

تياره زړونه بيا رڼاسي 

دين دنياوته موشاشي 

درام رام پرځاي شام وايو

په مستی کي دي جام ستايو

دغم مرگ دزړه همدم سي 

لږ ډېرغم له زړونوکم سي 

عبدالروف بينوا 

دهيواد دپېژندل سوی شخصيت عبدالروف بينوا ياد دي ژوندی وي

عبدالروف بينوا دهيواد يوتکړه اوپه هرڅه پوه ليکوال اونه هېرېدونکي سياستوال شخصيت و. متاسفانه افغانان  پدې ورستيو کلونوکي  يو شمېر ژوندی اوهغه چې په حاکميت کي وي پالي داسي شخصيتونه ډېر ژرهيروی .

خودبشريت تاريخ به بينواهيرنکړي . که دنړی هرليکوال دافغانستان معاصرتاريخ مطالعه کوي نوهلته به هرومروددې لوي عالم اوسترسياسي شخصيت دکارنامو سره مخامخ کېږي . مرحوم بينوا د سياسي فعاليتونوترڅنگ يوزيات شمېرکتابونه ليکلی چې ددي کتابونه پراخه استفاده  به تر ډېره اړينه  وي  ،وياړپداسي علمي اوسياسي شخصيتونو،روح دې ښاد اوياد دې ابدي وي  .

-
بېرته شاته