(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو ته د رڼا ډېر ضرورت دى

غواړم ستا يوه خندا ډېر ضرورت دى انکار مه کوه اشنا! ډېر ضرورت دى زلفې واړوه د مخ نه چې سبا شي پښتنو ته د رڼا ډېر ضرورت دى هغه ورځ خو دې جانانه تُوره وکړه يم يواځې نن دې بيا ډېر ضرورت دى ستا خوږې خبرې ښې دي ملا جانه تا ته نور هم د حلوا ډېر ضرورت دى محبت علاج د هرې ناروغۍ دى ورته دلته د هر چا ډېر ضرورت دى نن خو لاړو په بمونو کې حېرانه اوس خېر غواړه د سبا ډېر ضرورت دى

Abdul Hadi Hairan -
بېرته شاته