(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خال کامران شعرونه

بریښنا ځپلې ۰ هر انسان ته چې نن ګورم ۰ قهریدلې را ته ښکاري ۰ ۰ قهریدلې ماته نه وي وخپل ځان او ټول جهان ته ۰ خښمیدلې را ته ښکاري ۰ عقل فکر یې مړ ژوانده ۰ د بریښنا څپو وهلې را ته ښکاري ۰ --- مخلوقات مخلوقات چې یې زهروئ وي پر نس درومې ۰ بی أزاره بلبل ګوره د ګل میانځ کښې اوبه مومې ۰ ظالمان یې په ظلمونو نه مړیږې ۰ مظلومان یې په ذکرونو نه مړیږې ۰ چي اوبو ته یې قدرت د اور وژلو دی ور کړې ۰ خو و اور ته قدرت د جوش کولو دی ورکړې ۰ چي ظالم ته یې فطرت د ځورولو دی ور کړې ۰ خو مظلوم ته یې طاقت د صبریدلو دی ورکړې ۰ ------- ډیموکراسي ډیموکراسي چي ورته وایئ ، ډنډه مار سو دا قانون ۰ د غربي وحشت په لاس کښې ، سپیره مار سو دا قانون ۰ کمونست یئ شرمولې ، د فرعون ظالم ښامارسودا قانون ۰ مخ یې شرق ته د ( دراګون ) ، په جنګ روان سو دا قانون ۰ ولاړې ورک لکه ، د توري تیارې مار سو دا قانون ۰

Khaal Kamran from Singapore -
بېرته شاته