(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شپنو ژبه شوم

حيرانه پاتى چې د خپلو كه پردو ژبه شوم نه د ليكلو نه لوستلو د ليدو ژبه شوم څوك په فارسي پسي روان څوك په اردو پسي ځي زه هلته لري غرو رغو كې د شپنو ژبه شوم جنت د بل شو قرباني زما اولاد وركوي غم خور مې نشته په ژوندې محفل د مړو ژبه شوم ګوتي په شمار شاعر اديب به مې تركومه ستائې د څو قوم فروشه بې وفا د معاملو ژبه شوم منګل به هلته د خپل قوم شمله مخ نيغه ويني كه په برخليك د ګران وطن د فيصلو ژبه شوم

Nangialai Mangal -
بېرته شاته