(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

در نه لاړمه

وه دکړو انکار نور درنه لاړمه شومه خوار او زار نور درنه لاړمه درد د اشنا زړه کی راته پريښوده تاو شوم لکه مار نور درنه لاړمه ما ويل ستا په عشق کی به نيشه ګرځم د ټول عمر خما ر نور درنه لاړمه تا جز له رټلو نور څه ونکړل لکه ګنهګار نور درنه لاړمه مخی ته می راغلی مخ د پټ کړلو يم په زړه ازار نور درنه لاړمه ما د سپينو ليچو ته بنګړی در وړل و د شيندل په لار نور درنه لاړمه ستا د در ملنګ وم مات کچکول سره وږی او نهار نور درنه لاړمه نور نو ريبار نه درځی دا ستاترف شومه توبه ګار نور درنه لاړمه اوښکی می په جام کی يادګار وساته رائي وړه په مزار نور درنه لاړمه ته می د اغيار سره ميلی کوه خوار حفيظ مليار نور در نه لاړمه عبدالحفيظ مليار ويانا

Abdul Hafiz Malyar -
بېرته شاته