(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

27.10.2020دخیبر ځلمي

[27.Oct.2020 - 16:33]

مونږ یو د خیبر زلمي، پښتو زمونږه شان دی

مونږه پښتانه یو، په وطن مو ځان قربان دی

.

مونږه د خیبر په خشکو غرونو کې لوی شوي یو

مونږه پتنګان د غیرت په شمع سوي یو

مونږ د وطن مټې یو، وطن زمونږ ځان دی

.

زمونږه ارادې له تاتارې نه هم اوچتې دي

په وینو کې زمونږه خزانې د غیرت پټې دي

مونږه توریالي یو، دا وطن په مونږه ګران دی

.

څوک به په خیرنو سترګو دې وطن ته وګوري

سترګې به ترې وباسو چې دې چمن ته وګوري

زمونږ په یوه چیغه لرځېدلی ټول جهان دی

.

.

خشک = وچ، کلک، شنډ

مټې = ۱) مټ، د اوږې نه تر څنګل پورې د لاس برخه ۲) بازو او مجازاً قوت، زور، ځواک

تاتاره = تاتاره د لنډي کوتل په سوېل کې د ملاګورو د قبیلې غر دی

ېونس قېاسي.Younus Qiasi.

.ټاکنه : ممتاز خان

-
بېرته شاته