(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

27.10.2020طنز

[27.Oct.2020 - 16:40]

مه ځه امریکا !/ طنز

محمود نظری 

که ته ولاړې بیا پر موږ راځي قیامت

د دنیا خلکو ته به بیا سو خجالت

ته ولي نه پوهیږې  په دې  نزاکت

موږ ستا   مرداریو ته تل ویل عدالت

که ته  ولاړې موږبه کړې نیمه خوا

تر پښو دی نیسم  مه ځه امریکا

***

ستا په شتون مو زړه دی ډاډه

موږ رپوو  هر چیري ستا جنډه

که ته نه يي په موږ به وکړي  بیا منډه

ستا په تگ راته گوري د ولس ډنډه

ته اې   امریکا زموږ یې سکه ماما

تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا

***

ستا په شتون موږ دلته باداران یو

په یاری کې دی خپل مور ته  غداران یو

لکه تا موږ هم د رښتیا بیزاران یو

ستا په سر موږ بزرگان اوسردمدار ان یو

که ته  ولاړسې موږ به سو پو پنا

تر پښو دی نیسم  مه ځه امریکا

***

ته زموږ گوډانو ته يې پای روان

موږ اوښان یو ستا د کاروان

ستا سیاست کړو د ډیموکراسی پهلوانان

ستا سپلني سو اخلو ستا توره بلا

تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا

***

زموږ دي ویست  په واک ارمان

بې قوالې دي راکړ  افغانستان

مړسترگی تا کړه  سر لوړی بزرگان

د بزنیس سنتر تاکړ زموږ پارلمان

ته ولي نه اورې زموږ  سوې هنگا؟

تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا

 

کافران تا کړه  زموږ مسلمانان

بزرگان تا کړه لکه خره خصیان

موږ په للمه ستا ښه ولگید توپان

په موږ دي روږدي کړل گاونډیان

له موره راته گران زموږ رښتنی کاکا

تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا

 

موږ دی وپلورولو په   دالخور پاکستان

وران  دي کړ د پښتون د ښوروا دیگدان

موږ دی خپل خره کړو بې پالان

ستا له برکته ډکوو خپل جیبان

مرییان دې تښتی مخ په بیدیا

تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا

***

د دولتي مځکو سوو اربابان

ویران په موږ تا کړ دارالامان

غله تا کړه زموږ شاهی خاندان

په ذره بین کې نه ښکاري ایمان

ستا د برکته جوړه سوه تالاترغا

تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا

***

ستا د برکته شخړه جوړوي پارلمان

که ته نه يې موږ خوري طالبان

موږ یوازې ستا  ستایو  غلامان

ته يي زمری موږ دی یو گیدړان

مه پریږده چي  را سي  اوخي بیا

تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا

 

د ماغزو په مامته کې موجوړ سو پلوان

یو وايي ښه دي صوفیان د پاکستان

بل په تورو جنډو لمانځي اخوندان

بل د وطن نوم غواړي سي خراسان

ستا  د شنی څه  اوڅه جار سم لالا

تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا

***

ښه کوې چې وژنې دا غول افغانان

ښه کوې چې کافر بولي  ایماندارن

ښه ده چې وړې د شپې هر شی گران

موږ بولو  مردار ټپوسان شهیدان

له پلار راته تیریې  شاهنشاه اغا

تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا

 

 

که ته ولاړې بیا د وطن  وارثان راځي

بیا هغه  وخت زموږ د هجران راځي

دغصب سوو مځکو خاوندان راځي

بیا موږ د گلو په بڼ باندې خزان راځي

که څه په دنیا  کې دی جوړه کړي ده غوغا

تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا

***

زموږ  اتلان به سي بیرته بگیلان

وبه نړیږي څلۍ زموږ  د پهلوان

وطن به موږ ته لکه هغو ته سي زندان

موږ د ډیرو شتو یو اوس خاوندان

له وطنه تښته گرانه ده بیا پړۍ تر ملا

تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا

***

موږ پسې  به وايي ولس مرثیه

زموږ سره به پيل سي تصفیه

د کلنیټن په سر قسم درکوم مه ځه

بیا  ټول ستا غلامان  به سي محاکمه

ستا د دې بې پيلوته الوتکې سم فدا

تر پښودی نیسم  مه ځه امریکا

***

نور به زموږ په شتو وکړي چړچې

د بیت المال به سي دا زمور زر او پيسې

موږ ته به جوړي سي لانجې او دوسیې

زموږ د دوبی  شته به سیل یوسي د تصفیې

ځار سم ستا د بمونو غورځولو   د ترکا

بېرته شاته