(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

31.10.2020 بې تعلیمه

[31.Oct.2020 - 12:43]

بې تعلیمه سړی خر دی

بر نا حقه مرور  دی

نه پوهیږي نه شرمیږي

بس یو خر دی، تش یو خر دی

ټوله ورځ کړي غېبتونه

خپل تربور نه در په در دی

زوې یې وران لور یې مریضه

وهي ښځه زور یې بر دی

دوېم واده ته یې سترګې خړې

وروسته ټول عومر جابِر دی

شپه او ورځ شکایتونه

عمل نه کړي تش لډر دی

پلانې داسې پلانی داسې

د دله دووس نوکر دی

پټهنان به وس غوصه شي

چې ارباب په شړو سر دی

----------------------------

غني خان بابا (رح) لیکي چې

جټه:

بې تعلیمه ښځه غوا ده

سخو کټو له بې بها ده

نه ورانېږي نه سمېږي

بس یو شی یوه بلا ده

خوله یې ژرنده نه ودرېږي

د چرچڼو مشغولا ده

زوی یې وران لور یې ناولې

خو د غوا پرې څه پروا ده

یو واده د خدای رحمت دی

یو طاعون دی یو وبا ده

په کالو نه ښکلې کېږي

دا بدخویه دلربا ده

په ګیلو نه ستړې کېږي

تل ویرونه دي غوغا ده

پلانی داسې پلانی داسې

دا یې کار دا یې سودا ده

وایی غني مین په غوا

چې دروغ دي که ریښتیا

-
بېرته شاته