(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دارواښاد فضل الرحمن څمکنی په ياد

د پښتون ستر افتخار وه ګران څمكنى دموږ ستر غم خوار وه ګران څمكنى كاش چې په ژوند مې ليدلى نه وه د هر افغان د حال څخه خبر وه ګران څمكنى په نړۍ كې به پيداشي ډير بچيان بیا به هيڅ پيدا نشي زموږ ګران څمكنى د څمكني شمله د قومونو افتخار وه ګرانو د هيواد په سوكالى كې مو وياړ وه ګران څمكنى د قومونو د وحدت په لټون كې خپل ځان كړه قربان سلطاني كوره كله به پيدا شي زموږ ګران څمكنى. په ټولو افغانانو باندې نن غږ د غم راغلى زموږ څمكنى ولاړه د هيواد د دښمونو د لاس څخه زموږ څمكنى ولاړه د غيرت شملى په سر وه تل پې نازيدولو د وياړونو افتخار وه دوستانو زموږ څمكنى ولاړه د څمكني شمله په ځمكه وليدلې نده كورى غليمانو د پښتنو قوم د ژبې غم خوار، زموږ څمكنى ولاړه اى د ښمنانو بې شميره څمكنيان شته د غيرت شملې په وينو رنګ شو، زموږ څمكنى ولاړه د پښتون اقبال څمكنى به تل ځليږي سلطاني د ګران هيواد څخه مو تر تله زموږ څمكنى ولاړه

-
بېرته شاته