(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

31.10.2020 غزل

[31.Oct.2020 - 12:46]

غزل

د محبت  چې  تقاضې  زياتېږى

 خوبونه  کم  شى،  شوګيرې  زياتېږى

 

مونږ  جوړ د  يو  بل  اپوټه  يو  روان 

 زمونږ  تر مينځه  فاصلې  زياتېږى

 

بلې  دنيا  ته  به  د چا  زړۀ   اوشى

  دلته  خو  رنګ  رنګ  تماشې  زياتېږى

 

پې  مخى  ستايئ  خو لږ  خيال  هم  کوئ

 په  دې  د ښکلو ناز  نخرې   زياتېږى

 

جوړ د ريا  کارويار  زور  کړے  دے

 په  بازارونو  کښې  تسبې  زياتېږى!

 

د دې  جنګرېز نتيجه  هر  څۀ  چې  وى

په  مقبرو کښې  مو  جنډې  زياتېږى

 

د دې  تعليم  ډيوو کښې  تيل  نشته  دے

ډيوې  ډيرېږى   او تيارې  زياتېږى

 

اسراره  ژوند  د  مسئلو  نامه  ده

ژوند چې  تېرېږى  مسئلې  زياتېږى

 

-
بېرته شاته