(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

31.10.2020مالي

[31.Oct.2020 - 15:15]

مالي راشه، اغزو د زړه پر ګل وهلی یم

سقاو په زړې تورې د مغول وهلی یم

.

رقیب به مې د زړه له وینو تشه ژۍ کړې ډکه

خو سر مې د اېل نه دی که یې سل وهلی یم

.

یو ګل څه په کمڅو کې د پښتو د ناوې نه یم

ناره د اناالحق یې په کاکل وهلی یم

.

حیران یم د اکبر پر مړي بیا څه پسات شوی

پردیو مې د خپل کور په درشل وهلی یم

.

تقدیر به مو وي داسې له خوشاله تر ننګیاله

هم دا چې کله غیرو، کله خپل وهلی یم

.

.

مالي = ملیار، مليار، بڼوال، باغوان، باغبان

سقاو = زموږ په هېواد د تور انقلاب او وحشت دوره، د سقاو (د سقاو زوی) د سترې اله ګولې دوره؛ په ١٣٠٧ لمريز کال کې د انګرېزۍ استعمار او داخلي مرتجعينو په مرسته، د سقاو (د سقاو زوی) په وسيله د وطن د مادي او معنوي شتمنيو د محوه کېدو او د تمدن د سقوط دوره چې ٩ مياشتې يې دوام وکړ

مغول = يو قام دی چې اصلی ټاټوبی يې منګوليا هېواد دی

ژۍ = ۱) په شعر کې د شاعر موخه ژی ده، زی، د اوبو مشک ۲) غاړه، کناره، پيڅه، څنډه

اېل = ۱) تابع، تر حکم لاندې ۲) ساتلی، روږدی

کاکل = ۱) پېکی، پچکه، پلکی، وربل، څونډی ۲) څڼې ۳) ګوړګوتي وېښتان

پسات = فساد، شر، پساد

درشل = ۱) درشايي، د دروازي چوکاټ ۲) د کوټې يا ودانۍ ته د ننوتلو لاره

تقدیر = تندی لیک، برخلیک، ازل لیک، سرنوشت

.

ټاکنه (انتخاب) د ښاغلي ممتاز خان

له خوشاله تر ننګیاله

ارواښاد اسحاق ننګیال

سیندونه هم مري - مخ ۲۹۳

-
بېرته شاته