(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

31.10.2020تاته واېم

[31.Oct.2020 - 15:24]

تـــا تـــه وایم ؟!

اوس چی راغلی ما ودان کړه ، بیا نو درومه

تارو مار می غلیمان کــــړه بیا نـــــو درومه

تـــا تـــه وایم ؟!

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اوس چی راغلی ما ودان کړه ، بیا نو درومه

تارو مار می غلیمان کــــړه بیا نـــــو درومه

ډېرو زړه ستاسو راتګ سره تړلی

سر دډېرو دا آرمان کړه بیا نو درومه

کور ودان چی له بارانه دی راجګ کړو

له ناوې مو په امان کړه بیا نو درومه

ناځوانی ده که پرېږدي مو نیمه لارکی

پوره خپل عهد او پیمان کړه بیا نو درومه

چی راتګ دی زموږ خاوری ته توجیه کړی

مُدلله جهانیان کړه بیا نو درومه

که دی ځمکه تر پښو لاندی تنورده

خپله ماتی دی اعلان کړه بیا نو درومه

وسله کېږده ، زنګون ووهه تسلیم شه

خوښ پر ځان روس او ایران کړه بیا نو درومه

دلته هرڅوک چی راغلی دی مات شوی

ته هم نشر دابیان کړه بیا نو درومه

دډغرو لار ستونځمنه ده په غرو کی

خوشی نورو ته میدان کړه بیا نو درومه

که چا بل سره هم مینه دراتګ وی

غرق و فرق ئې لکه ځان کړه بیا نو درومه

موږ ته رب لیکلی جنګ دی په تندی کی

رنګ په رنګ مو امتحان کړه بیا نو درومه

چی یو څه خودی ورکړی وی جهان ته

قانع خپل انډېوالان کړه بیا نو درومه

چی دی پوه په بیوسۍ باندی جهان شي

کاڼی بوټی ټول حیران کړه بیا نو درومه

کلمه به له دی خاوری وړی ډالۍ کی

ځان سپېڅلی مسلمان کړه بیا نو درومه ؟؟

عالوهاب سرتېر

-
بېرته شاته