(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

31.10.2020د کشالو ښار

[31.Oct.2020 - 16:03]

''دَ کشالو ښار''/ اختر زمان .  

 

دَ کشالو په ښار کښې

ژوند کشالې کشالې

 

دَ کشالو په ښار کښې

دا کشالې به نهُ وې

 

کهُ

 

دَ سياست نه کاروبار نهُ وې جوړ

کهُ دَ ليډ‌ر نه تور ښامار نهُ وې جوړ

کهُ خطبې نهُ خرڅېدې

کهُ فتوې نهُ خرڅېدې

نظريې نهُ خرڅېدې

 

دَ کشالو په ښار کښې

نظريې خرڅې شولې

دَ شهيدانوډکې

اديرې خرڅې شولې

 

انقلابونه خرڅ شول

ډېر تاريخونه خرڅ شول

ډېر قلمونه خرڅ شول

ډېر کتابونه خرڅ شول

قوم پرستان خرڅ شول

هم کامرېډ‌‌‌‌ان خرڅ شول

 

دَ کشالو دَ زوره

په ړقېدو ده زمکه

په چاودېدو ده زمکه

دَ تودې وينې لاوه

په راوتو ده ګورئ!

تاريخ څوک نهُ معاف کوي

 

اوچ لواندهُ ټول به سوزي

نهُ به جومات پاتې شي

نهُ به حجره پاتې شي

دا کشالو ځپلې

ښار به کنډر شي آخر!!

                                               .............

-
بېرته شاته