(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

31.10.2020ژوند

[31.Oct.2020 - 16:05]

ژوند 

- ته لکه اور يې، دې وې نه، زه د هوا غوندې يم

- ښه نو اوبه يې، دې وې نه، زه لکه سا غوندې يم

؛ 

سرې سرې پاپۍ دې دي د زرکې د کوترې په څېر

زرکه کوتره نه يم زه خو د عنقا غوندې يم

؛ 

د سپوږمۍ خور يې، که زهره يا ثريا يې ګلې

تر ټولو بره يم، زه سترګه د سبا غوندې يم

؛

ښه نو پخپله خپل تعريف دې راته وکړه کنه

زه اسطوره يم د جمال، زه معما غوندې يم

 

زه چې آينه کې ځان ته ګورم يو آواز اورمه

ښکلا په غوږ کې راته وايي چې زه تا غوندې يم

 

د نن رومان کې کلاسيکه مينه نه لوبوم

زه رسوا ناز، لغړ انداز، نوې ادا غوندې يم

 

ته رومانتيک شه زه به خوله په رڼايي درکړمه

کوم خبره تکه سپینه زه ريښتيا غوندې يم

 

د دګيتال د عصر مينه لېونتوب نه مني

نه ننګ مجنون غواړم نه زه لکه ليلا غوندې يم.

 

____. صديق ننګ

-
بېرته شاته