(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

31.10.2020د ښاپېر دباغ

[31.Oct.2020 - 16:06]

ګلستان بابا

د ګلستان سندره

مخ - ۹۰

.

د ښاپېرو د باغ مالیاره، زما آشنا راځي

ګلونه راوړه د ګلزاره، زما آشنا راځي

.

نن مې د یار د راتلو غږ دی، ما له ریبار راغلی

نیولی ما ورته خپل غوږ دی، وخت د بهار راغلی

جارو کوم په بڼو لاره، زما آشنا راځي

.

مالیاره وامې وره دا سوال، ګل د رامبېل راوړه 

چې پرې ښکاره کړې خپل کمال، داسې امېل راوړه  

خواري پرې وکړه مزېداره، زما آشنا راځي

.

الله درکړی دی زینت، په مهرویانو کښې

نشته دی بل داسې صورت، په خوبرویانو کښې

شعلې یې خېژي د رخساره، زما آشنا راځي

.

خاونده موړ مې په دیدن کړه، د عمر وږی یمه

طاقت مې نشته، په دیدن کښې، د وصال تږی یمه

سترګې مې سرې دي د خماره، زما آشنا راځي

.

یم د بونیر د غوث ملنګ، نوم ګلستان دی زما

کوي د خوارو سره ننګ، سخي سلطان دی زما

زه یې قربان شم له درباره، زما آشنا راځي

.

.

زینت = ښایست، ښکلا

مهرویان = د سپوږمۍ په څېر مخ لرونکي، ښکلي، ښایسته

خوبرویان = د خوبرو جمع، خوبرو لکه ښکلی، مقبول، ښایسته، حسین، منقش

رخسار = اننګی، بارخو

 

زېار د ډاکتر ممتاز خان

.

-
بېرته شاته