(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

31.10.2020تپوس

[31.Oct.2020 - 16:08]

دپښتو ژبې ددردیدلی شاعر ښاغلي لا یق زاده لایق یو خوندور کلام 

تپوس

------

ورشمه " خان " له که پوښتنه د " مُلا " نه وکړم

زه د خپل قام د " بي وسۍ " تپوس د چا نه وکړمه

-------------------------------------

څه " چل " خو دی چې " ننګ " لري خو " غږ " کولی نه شي

" سترګي " لري " ژبه " لري خو څه ویلی نه شي

" ادراک " لري " قلم " لري خو څه لیکلی نه شي

د دي " مجبوره " خاموشۍ" تپوس د چا نه وکړم

زه د خپل قام د " بي وسۍ " تپوس د چا نه وکړمه

-------------------------------------

په رڼا ورځ د " ضمیرونو " سودا ګانې کیږي

" بارود "ورېږي د " سرونو " سودا ګانې کیږي

" وینې " خرڅيږي د " نیتونو " سوداګانې کیږي

ددي بي حسه " دلالۍ " تپوس د چا نه وکړم

زه د خپل قام د "بي وسۍ " تپوس د چا نه وکړم

-------------------------------------

دا څه قیصه ده چې په هر ځای کې " قتلیږي " پښتون

ګناه د بل وي " رسوا " کیږي ، " بدنامیږي " پښتون

" لا یقه " داسي به تر څو پوري " کړیږي " پښتون

د هرې " اوښکې " او " سلګۍ " تپوس د چا نه وکړم

زه د خپل قام د " بي وسۍ " تپوس د چانه وکړم

-------------------------------------

لا یق زاده لا یق

پيښور 09,07,17

-
بېرته شاته