(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چم په چم ګرځم

چم په چم ګرځم دروېزګر يمه زه خدايه د خوږ زړګي درمان لټوم کچکول په غاړه قلندر يمه زه ازاد ژوندون بلند نښان لټوم چم چم ګرځم ودرېدلی نه شم هر يو پښتون ته دا فرياد دی زما د غلامۍ نوم قبلولی نه شم دغه د خوږ زړګي مراد دی زما د خپل وطن نه تېرېدلی نه شم د پلار په وينو رنګ هېواد دی زما ورباندې تېر تر مال و سر يمه زه په قوم کې دا رنګه زلميان لټوم مومندو وروڼو زړه تنګي مه کوئ د اتفاق نه واخلئ کار مومندو بس دی د کور خانه جنګي مه کوئ دا مونږ او تاسو ته دی عار مومندو ځای د غيرت دی بې ننګي مه کوئ دنيا کې پرېږدئ لوی يادګار مومندو ستاسو نيکونو نه خبر يمه زه تاسو کې هم زه ايمل خان لټوم د پېښور غيرت نما پښتنو ولې ويده يا ستئ غورځنګ وکړئ له پښتنو ميندو پيدا پښتنو تاسې پردي خدمت نه څنګ وکړئ د چار سدې په حال اګاه پښتنو په هغو مړو باندې مو ننګ وکړئ په سترګو سرو په نارو سر يمه زه فخر افغان خان غفار خان لټوم عبدالصمد خان عطاءالله خان مو څه کړه په سپينو ږيرو سخت کارونه کوي نور د سر خپو شو سرداران مو څه کړه نن چې بل څوک ستاسې واکونه کوي خپل اسلاميت او خپل ايمان مو څه کړه چې په قران د توپ وارونه کوي افسوس افسوس سوی ځيګر يمه زه صديق، عمر، علي، عثمان لټوم که څوک د عوا د پښتونو اله کوي راغلی وخت د امتحان دی وروڼو نن چې په تاسې خلک نا خواله کوي مري قبرو کې په سوران دي وروڼو سبا پيغور به خلک چا له کوي د اندېښنې په رنځ ککړ يمه زه د رنځ دوا زه ملنګ جان لټوم

ملنګ جان خپلو شاګردانو اولمير ، طلا محمد او فقير سره ولاړ ليدل کيږي Malang jan -
بېرته شاته