(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

31.10.2020د سولې پیغام

[31.Oct.2020 - 17:45]

 

د سولي پیغام                        

دا به بهار به انشــــاالله چې د ســــمون راځي

په هر ګوټ کې د وطن به ،ستر بدلون راځي

د بهــبود زیرۍ،بیا احســاس کړلو، دردمــنو

چې تاریخ د دي وطن کې ، اوښــــتون راځي

تیارې به لیري شي ، هر خـــوا نه د جـــــهل

یو ځل بیا به دي چـمن کې ، ســـباوون راځي

د مسیحــــا په څیر به یی ووینـــې ،نژدو کې

چې رهبر به د نجات، او د خلاصــون راځي

له نا امیده زړو به ووځــــــي ، غمــــــــــونه

د غمونو په کورګي ، به شبیــــــــخون راځي

د فراق تیارې به ختمـــی شي ، په مونږ نور

رڼایــي به هر لــــــوري ، د ژوندون راځــي

له نا آشــــنا دیاره  دي ، آســــــتازي ، روان

ورسره پیغام د ســولي ، او ژوندون راځــي

سید عبیدالله نادر

 

 ......................

د حضرت ابوالمعانی( بیدل) یو بیت ته ژوره کتنه او ژوره مانا

ګوشي مروتی کو کز ما نظر نپوشد

دست غریق یعنی ، فریاد بی صداییم

ابوالمعاني بیدل

بده به نه وي که د چا د زړه درد او فریاد د مردانګی او مروت په غوږونو واورو، او د هغه د زړه حال د هغه د تندي او صورت څخه یا روحیاتو درک کړو ،ځکه د حضرت بیدل په دغه شعر کې څوک چې په اوبو کې غرقیږي هغه فریاد او چغي نه شي وهلای ، نو دلته د روښان ضمیره انسانانو نه دا تمه کوي ، چې د مردانګۍ او مروت په غوږونو ،له ستوني څخه دا ناوتلی فریاد  واوري ،یعنی انسان ته ښايي چې هغه وخت  باید د یو اړ انسان  مرستي ته ورسیږي او لاس نیوی یې وکړي ، چې هغه ورته ضرورت لري ،مونږ تل داسي وخت کې د یو خیر کار د پاره دانګو  ، چې هغه انسان نور برباد وي ،یا بلکل غرق شي ، نو د حضرت بیدل د دي شعر څخه داسي ښکاري ،چې د زړه سترګي خلاصي او د عبرت غوږونه اوریدونکي و لرو ، پورتني شعر کې مطلب دا دی ، که هغه غریق چې د ډوبیدو په حال کې دی ، د هغي پورته کړی لاس چې فریاد د خولي نه شي ویستلای درک کړو ، او ځان په موقع ورته ورسوو ،یعني د مروت او مردانګۍ غوږونه دومره اوریدونکی وساتو چې داسی حا لاتو ته په خپلو اوریدونکو غوږونو نظر واچوو ، او یا خپل نظر ونه پوښو ،یانی منظور دا دی چې داسي حالات په ټولنه کې راځي چې د هغی درک په پوره اندازه یو دیده ور انسان کولای شي او د کلام د بلاغت د پاره فکر کوم دا د قدرمن عزتالله ځواب شعر هم ضروری وي چې وایي :

چې غوږونو نه د سترګو کار وانخلي

ړانده کله عــدالت باندی ، پوهـــیږي

سید عبیدالله نادر

-
بېرته شاته