(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.11.2020مرثېه

[06.Nov.2020 - 14:55]

محمد نعمان دوست

نننۍ نېټه 6.11.2020  ( عقرب ۱۶) زما د ژوند په تقویم کې یوه ډېره توره نېټه ده.

تېرکال د لړم په همدې نېټه مې زړه کې داسې څړیکې وشوې، لکه یو تور لړم چې چیچلی یم.

ډېر کوښښ کوم چې دا درد هېر کړم، خو درد دومره قوي دی چې زه یې مقابل کې د ډېرې کمزورۍ احساس کوم.

په دې ورځ مې له ځانه مشر ورور له لاسه ورکړ. په دې ورځ مې ورور له څلورو نورو ملګرو سره معاصرو ادم خورو وخوړ او د هر یوه  د ارمانونو دنیا ړنګه شوه.

 

ملګرو!

 

له هغې راهیسې چې کله کله په لیکنو کې شوخي کوم، دا په حقیقت کې د همدې غم د هېرولو ناکامه هڅه وي.

په هر صورت؛ خبره نه اوږدوم. دعا کوم چې نور هیڅوک بې وروره نشي. هیڅوک بې پلاره نشي، هیڅ مور بوره نشي او... 

په اخره کې هغه مرثیه در سره بیا شریکوم چې په همدې اړه مې د روان کال د اپریل په ۲۹مه، لیکلې وه:

 

مرثیه

تورې ورېځې دي، بریښنا ده او توپان دی

تروږمۍ ده، د خوړ غاړه ده باران دی

 

د لیوانو انګولاوې سکوت مات کړي

زه روان یم او خاموشه بیابان دی

 

تندر پرېوځي او غرونه یې بدرګه کړي

ته وا بیا زموږ پر کلي جنګ روان دی

 

ما ویل زه به لیونتوب په زړه کې ښخ کړم

رسوایي شوه چې شلیدلی مې ګریوان دی

 

له ګلچینو مو باغ ډک شو ربه خېر کړې

پر تنکیو سرو ګلونو ګډ تالان دی

 

غمه ولې دې زړګی راته ټوټه کړ

چا ګوزار په ښیښه کړی د سندان دی؟

 

وروره، څه شوې؟ وروره څومره لرې لاړې

تنهایي ده زړه مې ډیر درپسې وران دی

 

ته خاموش وې ما له چیغو نه ځان مړ کړ

هیڅ دې و نه کتل دغه مې ارمان دی

 

ته ارام تابوت کې پروت وې ما ګڼله

رژیدلی ژیړ ګلاب د کوم بوستان دی

 

ته خبر یې؟ وړه لور دې لاره څاري

پنجشنبه ده، وایي پلار مې را روان دی

 

تاته نه ښکاري شاوخوا در نه پراته دي

هره لویشت کې خاورو لاندې تنکی ځوان دی

 

د جګړې د بلا ژامې دي کړپیږي

هر ساعت مو  په سرونو شخوند روان دی

 

د دنیا د غرقیدو غم را سره دی

بندي کړی مې په سترګو کې باران دی

 

خدایه خیر دی؛ نور هیڅوک بې وروره نکړې

دغه غم ته هر سړی ګوره ناتوان دی

 

نیمه شپه ده، څوک تصویر سره غږیږي

دا خو ( دوست) دی، ستا کشری ورور دی ( نعمان ) دی

 

۲۰۲۰، اپریل ۲۹

-
بېرته شاته