(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.11.2020کېلاشۍ پېغله

[06.Nov.2020 - 16:47]

 د‌ بمبوريت د يوې کېلاشي پېغلې پۀ نوم څهبلا نظم 

(ډاکټر صاحب شاه صابر)

د حسن د ګلونو د رنګونو بلې شمعې

د غرونو د ښایست پۀ ګړنګونو بلې شمعې

د نوې پېغلتوب پۀ بام ولاړې جادوګرې

پۀ زړۀ کښې د شاعر د محبت نوې سندرې

منم چې تۀ د ډېرو خوشحالو سره نااشنا یې

د نوې ژوند د نویو رنګینو سره نااشنا یې

منم چې ستا پۀ ژوند کښې به بلها څیزونه کم وي

منم چې ستا پۀ زړۀ به د بلها څیزونو غم وي

منم چې تۀ به ډېرو رڼاګانو ته پسخیږې

منم چې تۀ به ډېرو ادا ګانو ته پسخیږې

منم چې ستا د کلي پۀ کورونو کښې تیارې دي

منم چې ستا جامې لږې خیرنې دي زړې دي

 

خو تۀ د خپل ښایست د پېغلتوبه خبر نۀ یې

خو تۀ د خپل تهذیب د سړیتوبه خبر نۀ یې

تۀ دلته د فطرت د رنګینو پۀ غېږ کښې اوسې

تۀ دلته د قدرت د تماشو پۀ غېږ کښې اوسې

تۀ دلته بله شمع د رنګونو دقیامت یې

تۀ دلته کښې ښایست یې لېونتوب یې محبت یې

تۀ دلته د رنګونو د ترخو اوبو خمار یې

تۀ دلته د خپل زړۀ د خپلې خوښیې خپل اختیار یې

شپیلۍ وهې شپیلي وهې چې ګرځې په پټو کښې

چې زړۀ دې وشي ګډه شي د کلي پۀ کوڅو کښې

د خپل زړۀ خپلې خوښې د انا پۀ تار غږیږې

پۀ چا چې دې زړۀ ورشي د هغۀ سره ګډیږې

بې غمه ناخبره د ثواب او د ګناه یې

خو بیا هم پۀ زړۀ سپینه یې معصومه یې صفا یې

د ژوند د بې وسۍ د مصیبته خبر نۀ یې

د نوم منافقت د مصلحته خبر نۀ یې

 

دا تا چې د کوم نوي ژوند خبرې اوریدلي

دروغ دي دا دروغ دي چا دروغ درته وئیلي

پۀ هغۀ ژوند کښې څۀ دي کۀ صفا مې درته اووی

دروغ به درته ښکاري کۀ رښتيا مې درته اووی

د هغۀ نوي ژوند د سړیتوب بلها کمۍ دي

د هغۀ ژوند د خلکو څۀ ناشونې مجبورۍ ديے

ژوند څۀ دے یو بلا ده یو عذاب دے یو هیبت دے

دوکه بې ایماني ده سراسر منافقت دے

ذهنونه پۀ کښې هسې د وهمونو کارخانې دي

سرونه د پیریانو د دیوانو ښاریې دي

فکرونه د تارکولو غزیدلي سړکونه

خیالونه د سیمټو د سیخونو دوکانونه

ځوانان پۀ کې هغه چې جوړولے شي نوټونه

سړي په کښې هغۀ چې ډکولے شي جیبونه

ښایست یې پۀ پردو رنګونو ځان سینګارول دي

الفت یو د دروغو د رنګونو کنستل دي

جانان یې یو رنګین مهین پی مخے غوندې دام دے

جنون یې د غرض په لمبو سوے تور غلام دے

یاري پۀ کښې د سپینې خود غرضه بوډۍ ټال دے

خپلوي پۀ کښې د خپلو غرضونو نری جال دے

ګناه پۀ کښې د هرې ناروا لاس اخستل دي

ثواب د چا بې وسه په مرۍ چاړه راښکل دي

عصمت پۀ کښې د ښار د کباړي د دکان کوټ دے

قیمت د سړیتوب پۀ کښې د سلو روپو نوټ دے

غېرت پۀ کښې یو شے دے پۀ یوه کاسیره کېږي

ایمان پۀ کښې د هر څۀ نه پۀ ښۀ بیه خرڅېږي

د حسن د رنګونو دکانونه پۀ پېسو دي

د ښکلو د مخونو تصویرونه په پېسو دي

هر خیال د سړیتوب پۀ کښې ناشونے غوندې شے دے

احساس د محبت پۀ کښې بې وسه لیونے دے

ژوند څۀ دے خو د ژوند پۀ حقیقت پورې خندا ده

پۀ حسن پورې ټوقې دي الفت پورې خندا ده

چې دلته راپه یاد شې زړۀ مې ورپي خفه شي

ورغلي پرهرونه مې خوله پرانیزي کچه شي

حیا مې لکه وینه پۀ رګونو کښې توده شي

احساس د بې وسۍ لکه ګرمکه را چوخه شي

زۀ خپله د هغۀ تهذیب د لارو کوڅو ستړے

زۀ ستا د سترګو وړاندې د هغې ادیرې مړے

پۀ ما کۀ دې څۀ وس رسي واپس مې را ژوندے کړه

پۀ ما مهرباني وکړه د ځان نه مې لوګے کړه

پۀ ما کښې کۀ څۀ سا وي هغۀ سا زما نه واخله 

زما سره کۀ ښۀ کوې نو ما د ځانه واخله

اوبه که د انګورو لږې پاتې وي نو راکړه

زما د وجود وینه په ترخو اوبو صفا کړه

زما خواره دردونه په خالونو کې را پټ کړه

زما د زړۀ زخمونه د شلیدلې ګګرې ګنډ کړه

ما دلته ددی غرونو د ماښام پۀ دعا رنګ کړه

پۀ دې پولو مې ونوله پۀ دې لښتو مې بنګ کړه

قربان شمه لوګے شم ما د خپلو سترګو تور کړه

ددې غرونو پۀ دغه ګړنګونو کښې مې خپور کړه

-
بېرته شاته