(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.11.2020ویرنه

[06.Nov.2020 - 16:48]

د اصفهان دسوبمن او فاتح شاه محمود هوتک په مړینې دده خور بي بي زینبې

يوه ویرنه ( مرثيه) ويلې ده چې تاسو آغلو او ښاغلو سره یې شریکومه :

-----------------------------------------------------------

غږ سو چي ورور تير له دنيا سونا

کــــــندهـــــــــــــــارواړه په ژړا سونا

زړه مـــــي په وېر کې مبتلا سـونا

چــــي شاه محمـــودله ماجلاسونا

داروڼ جــهـان راتـــه تورتم دى نا

زړه دبـــيلتون په تــــــيغ کلم دى نا

هوتک غمجــن په دې ماتم دي نا

دپــــــــاچهۍ تاج مــوبرهـم دى نا

چي شاه محــمود تېرله دنيا سونا

کنــدهــــــــار واړه په ژړا ســــــــونا

ځـوان و،ميــــړه دتوري جنګ ونا

ولاړ دقــــــــام په نام اونـــنګ ونا

دښــمن له ده پــه ويـــــنو رنګ ونا

پرميدان شـــير او هم پــــلـــــــنــګ و نا

افــســـــــوس چـي مرګ دا ستا په خوا سونا

کــــنـــدهار واړه پـــــــــه ژړا سونا

اصــــــفهان پاتې تاج نسکورعالمه

چـــــي شامحمودشونن په ګـــور عــالمه

دپــــــښتون لــمرشوتياره تورعالمه

راتــه دښمن به کـړي پـيغور عــــالمه

پاتې شوتخـــت وتاج دټول اصفهان

زړه يي راسوړ شو کاخوښې دښمنان

اسمانه بيا دي څه ستم کاڅرګند

وشلاوه تاچې دپښتون وو پيوند

دښمن دې بــيازمـوږ په وير کاخورسند

چي شاه محموددې کـاپه قبر کې بند

په کورموويرشــــوراوغوغاسونا

کـنـــدهــــار واړه پـــــــــه ژړا شــــونا

له اصـــــفهـــــانه تر فـراه څه سونا

پـــــاچا چې و حشمت پناه څه سونا

دپـــــــښتون پــــــــــرتم فناســـــونــا

کـــــندهـار واړه پــــــه ژړاســــــــونا

محموده ځوان وې ولي ولاړې له ما

لــــــــــه تخت وتاج او له هر څه سوې جلا؟

وروره مقردې ستامـولاکاجنت

دردي کا تاته پس له مرګه راحت

روح دې شه ښادپه لــويه ورځ دقيامت

مــــخ د ې وي روڼ دخــــــداي په مهرومحبت

-
بېرته شاته