(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.11.2020جهالت

[06.Nov.2020 - 16:50]

د جهالت دا تکو تورو وريځو

زمونږه کليو ته تيارې راوړي

 

مونږه بدبخته حق ويلى نه شو

 دلته هر چا خپلې فتوې راوړي

 

دلته د دين او د جنت ټيکه دار

له تحمت ډکې فيصلې راوړي

 

دلته احمق هم افلاطون ځان بولى

جاهيل هم خپلې فلسفې راوړي

 

 

وګوره څنګه يى په يو بل ووژل

دښمن دا رنګه دسيسې راوړي

 

ملا لمانځه کښې ډالرونه شمارى

ساده پښتون ته يي کيسې راوړي

 

زمونږه خلکو نه يي رمې جوړې کړې

مونږ ته يي دا رنګ توطعې راوړي

 

قتل وحشت ته د جهاد نوم ورکړى

د دين په نوم يي سرې لمبې راوړي

 

راته د کلي سپي ليوان شول ربه

قصمت عجيبه زولنې راوړي

 

شاهي دې خلکو ته ريښتيا مه وايه

دلته هر چا تيرې چاړې راوړې

شاهي سعادت

-
بېرته شاته