(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.11.2020مرد

[07.Nov.2020 - 16:36]

د خوشال بابا کلیات

مخ - ۴۵

.

مرد به نه شې په ګفتار

څو پیدا نه کړې کردار

.

چې دې وښکنځي، مرد نه یې

که له تا نه وي په ډار

.

چې څه دی خو انتقام دی

د مردانو کار او بار

.

عفوه هورته ځای لرینه

چې نه عیب وي، نه عار

.

چې عزت ورڅخه نه وي

هغه مرد نه دی په کار

.

هم مهره لري، هم زهر

ښه مردان دي لکه مار

.

چې هم تندر، هم باران دي

تر هغو مردانو ځار

.

مرد به غم د خپل هنر کا

نه د زر، نه د دینار

.

مرد به غم کا د خپل شرم

د عزت، د اعتبار

.

نامرد فخر په نسب کا

مرد نه مور لري، نه پلار

.

د خوشال خبرې ګوره

لال او دُر پېیي په تار

.

.

وښکنځي = لکه کنځله کړي

انتقام = غچ، بدل = Revenge

عفوه = تېرېدنه، بخښنه، بښنه = Forgiveness, pardon, absolution, amnesty

عیب = ویار، نیمګړتیا = Fault, flaw, defect

عار = ۱) شرم ۲) پېغور ۳) عیب = Shame, disgrace, disdain

مهره = د زهرو اثر ختموونکی يو ډول دارو، زهرمهره، تریاق، تریاک = Antidote 

لال = لعل، یو ډول سور رنګ ګران بیه غمی = Ruby

دُر = ملغلره، مرغلره = Pearl

پېیل = په تار کې راغونډول = To string, to thread, to put beads on a string

.راټولونه او خوښونه: ډاکتر ممتاز خان

-
بېرته شاته