(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.11.2020که د ملا شوه

[07.Nov.2020 - 17:04]

که د مُلا شوه 

که د ملا شوه دېوالونه به د اور جوړ کړي

له پېښوره به د تورې بلا کور جوړ کړي

فن او هنر به وي تړلی په زنځير د فتوا

له نشتر هاله به زندان د رنتهنبور جوړ کړي

******

که د مُلا شوه نو د مينې افسانې به نه وي

کومې آبادې او سوکاله خېلخانې به نه وي

جنګ به مسلک وي، جنګ به وي د کاروبار وسيله

تش به ټوپک وي، د بل هيڅ روزګار کيسې به نه وي

******

که د مُلا شوه نو پر ژبو به قدغن لګېږي

او پر سرونو به مو رېس د ميراتهن لګېږي

د عقل، پوهې او شعور مېنه به شاړه ښکاري

دا قحط سالي به مو په ټول ښکلي وطن لګېږي

******

که د مُلا شوه سړيتوب به له انسانه وځي

خوږې رشتې او ورورولۍ به مو له ميانه وځي

د دستارونو د سړيو به وقار قتلېږي

د سر سړي به رانه يو يو له کاروانه وځي

******

که د ملاُ شوه نو بودا به سنګسارېږي ضرور

په جنتي سوات کې به بل باميان جوړېږي ضرور

 په هر بازار کې به مو پړي د پنجاب خرڅېږي

د جلاد لاس به د نجيب ګرېوان ته لوېږي ضرور

******

که د مُلا شوه نو سالو به د ملالې سوځي

پت او ابرو به مو د ټولې پښتونوالې سوځي

سهار به وي خو ترنم به د مرغيو نه وي

د ونو سر کې به د ښکلو زاڼو ځالې سوځي

******

که د مُلا شوه اباسين به د موجونو نه وي

دا د سيندونو پلار به نور په غورځنګونو نه وي

د وينو رود به وي او زړه به يې له ويره شين وي

بهاند به وي خو آخر پلار به د سيندونو نه وي

******

که د مُلا شوه تصور د ژوندانه به نه وي

چرته لوړ سري او ښاغلي پښتانه به نه وي

دا د جرګو، د مرکو، د فېصلو سپين ږيري

دومره وزين، دومره سنګين، دومره درانه به نه وي

******

که د مُلا شوه د ماشوم غېږ به کتاب نه لري

ګلې ګلې د جاهلانو به حساب نه لري

څوک به د خپل وجود په ژبه باندې نه پوهېږي

څوک به د خپل وجود پوښتنې ته ځواب نه لري

******

که د مُلا شوه بې حسي به مو پر ژوند خوره وي

زړه لړزونکې مايوسي به مو پر ژوند خوره وي

مستي، سيالي او خودداري به مو په خيال کې نه وي

يوه بدرنګه بې وسي به مو پر ژوند خوره وي

******

که د مُلا شوه داسې وګڼه ميراته شوله

زموږ دنيا زموږ په ژوند راڅخه پاته شوله

خان زمان کاکړ

-
بېرته شاته