(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.11.2020شعرونه

[07.Nov.2020 - 17:11]

تسکین مانېروال

.

بې مروته او بې پته یاره

چېرته یې، نه دې لګي پته یاره

.

عمر له دا یوه خبره ډېره

چې درته نه یم ملامته یاره

.

نېغ درته ګورم، زما کسي وځي

څټ دې شه مات چې ګورې ښکته یاره

.

نه یم خبر چې تا ته څه ښکارمه

زما د پاره ضرورته یاره

.

لکه تصویر کښې درته ولاړ دی تسکین

سا یې وتلې له صورته یاره

.

.

مروت = ۱) لحاظ، خاطر، اعتبار، په پښتو کې له مخ سره يو ځای هم ويلای شي لکه مخ مروت ۲) بهادري، مړانه، تورزني ۳) احسان، مينه، انسانيت ۴) خندق، خندک ۵) د افغانانو د یو ټبر نوم

.

پت = ۱) د ملګرتیا د اړیکې ساتنه، د خپلوۍ ګالنه، د خپلوۍ پالنه ۲) عزت، ناموس، ابرو، ووب، نوم نښان، عزت، احترام

.

پته = ۱) درک، ځای ۲) موخه، هدف، څلی، نخښکه

عمر = منګ

ملامت = پړ، ګرم

کسی = د سترګو تور، باتوره، باتور، د سترګو ککی، د سترګو نينک

څټ = ورمېږ، د غاړې د شا اړخ

ضرورت = اړتیا

تصویر = انځور

صورت = څېره، مخ، بڼه، بشره

........................................................

 

 

 

لاټول - ښاغلی عبدالحفیظ ملیار

.

ته زما وای، زه دا ستا وای

د دنیا غمونه نه وای

مینه مینه وای، وفا وای

د دنیا غمونه نه وای

.

ستا د سترګو مست خمار ته ما نشه نشه کتلی

یو د بل په تماشه وای

د دنیا غمونه نه وای

.

په هر چا کې محبت وای، صداقت وای صمیمیت وای

چلول نه وای، رښتیا وای

د دنیا غمونه نه وای

.

نه ټوپک وای، نه جنګونه، نه مرګ ژوبله، نه بمونه

چې د سولې یو فضا وای

د دنیا غمونه نه وای

.

دا ژوندون د سترګو رپ دی، عمر لنډ دی ای ملیاره

کاشکې ډکه خوله خندا وای

د دنیا غمونه نه وای

........................................................

 

 

 

ارواښاد ګلستان بابا

کتاب - د ګلستان سندره

مخ - ۷۰

.

یو ساقي، دویم ریبار وای

چې همراه راسره یار وای

.

ښې خوږې خوږې خبرې وای

سپی رقیب راځنې لیرې وای

ښې مېوې راته قطار وای

.

یو ساقي، دویم رباب وای

مستانه د عشق شراب وای

ناست په منځ کښې د ګلزار وای

.

ګلې لاله هسې پټ په زړه داغ وای

ګله مالیار مالیار ستا د باغ وای

د منصور غوندې په دار وای

.

یو قلم، دویم کتاب وای

د ځان سره مې سوال ځواب وای

ګلستان یې خدمتګار وای

........................................................

 

 

 

اروښاد استاد پسرلی بابا

ماته شپېلۍ، مخ - ۸۶

.

پنډه د غمونو په سر بېرته وړم

تا ته سپمولی نظر بېرته وړم

.

راغلم جهان ځای د اوسېدو نه ؤ

کډه په ژېړي مازدیګر بېرته وړم

.

ما وې ستا په لطف به مې زړه ښه شي

درېغه نا ګنډلی پرهر بېرته وړم

.

حُسن بانه جَو وي، وېرېدلی یم

زړه ته چې له ژبې خبر بېرته وړم

.

داسې لکه شمعې نه بسمل پتنګ

ستړی نفس، سؤی ځیګر بېرته وړم

.

څوک د ملغلرو پېژندوی نه ؤ

تل د سمندر ته ګوهر بېرته وړم

.

زه خو دې پسرلي یم ګله څنګه به

خپل شیندلي زړه لکه لمر بېرته وړم

.

.

 سپمولی = ۱) بچت کړی، په اندازه خرچ کړی، پس انداز کړی، پیسه په خيال لګولی ۲) درېغ کړی، نه ورکړی

سپمول = ۱) بچتول، بچت کول، پس اندازه کول ۲) سرپول، درېغول، (سپمول څه روپۍ شا ته اېښوولو ته وايي)

لطف = ۱) لور، پېرزوينه، مهرباني ۲) ښه والی ۳) پاملرنه ۴) خوند، لذت

درېغه = وش، ای ای، وای وای، آه آه، د افسوس او ارمان کلمه

بانه جَو = پلمه کوونکی، بهانه تراش، بهانه طلب، بهانه ګیر

بسمل = قربان شوی، حلال شوی

سؤی = سوځېدلی

پېژندوی = ۱) آشنا، واقف ۲) پېژندلی، معروف، مشهور

تل = تله، بېخ، وېخ

ګوهر = مرغلره، ملغلره

........................................................

 

 

 

پېغله

ارواښاد اجمل خټک بابا

پېښور ۱۹۵۲

د غیرت چغه، مخ ۱۷۷

.

هلته د -
بېرته شاته