(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.11.2020غزلې

[07.Nov.2020 - 17:19]

ارمغان خوشال خټک

مخ - ۴۳۴

.

په مُردن پروادار نه یم

په زندان پروادار څه یم

.

یو غصه، دویم بېلتون دی

چې په اور، په اوبو، زه یم

.

اشرف خان دی راته کښلی

څه خو خوښ په خط د ده یم

.

پنځه میاشتې یم، په بند کښې

بابا، ‌‌‌‌‌‌ډېر ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه، په زړه یم

.

زویه! ما خو غم د تا کړ

چې ته ښه یې، زه خو ښه یم

.

کړه یې نه دی، بې حکمته

زه خوشال د ده په کړه یم

.

.

مُردن = مرګ، اجل

پروادار = ۱) پامته دار، پاملرونكى، پروا کوونکی، خيال ساتونکی، فکر کوونکی ۲) وېرېدونکی، ډارېدونکی

غصه = څاڅ

اشرف خان = اشرف خان هجري د خوشال بابا زوی و

کښلی = لیکلی

بند = قید، زندان

کړه = کړنه، عمل، فعل، کردار

حکمت = پوهه، پوهنه، علم، هوښياري، فلسفه

 

........................................................

 

 

ارمغان خوشال خټک

مخ - ۷۲۸

.

که یې کښېنوې په باغ کښې

مرد بهو نه کا آرام

.

څو پوره په غلیم نه کا

هره چاره د انتقام

.

فراغت کا، خبر نه دي

نامردان په ننګ او نام

.

بهرام وَ ته وګوره

دَرست بنده دی د خپل کام

.

.

غلیم = دښمن، تربګن، دښن، عدو

چاره = ۱) کار، کړه، کسب، پېشه ۲) وسيله، درک ۳) دوا، علاج ۴) تدبير، غور، سوچ، فکر

انتقام = غچ، بدل

فراغت = وزګارتوب، بېکاري، آسوده توب، آرامتيا، اِستراحت

بهرام = د خوشال بابا زوی و، د مغلو سره و او د خوشال بابا خلاف و

دَرست = ټول، واړه

کام = قام، توکم

.

 

شاعر - شاهد قماش

سندرغاړی - اعجار افق

.

د لیرې هم مننه، د نژدې هم مننه

د مندر هم مننه، د کعبې هم مننه

.

هغه بې حده حسین، هغه بې کچه ښکلې

د هغه هم مننه، د هغې هم مننه

.

د ګناه خوند بدل و، د توبې کیف بدل و

د ګناه هم مننه، د توبې هم مننه

.

ورځ مې د رزق سبب، شپه مې باعث د ارام

د ورځې هم مننه او د شپې هم مننه

.

په هوش کښې زړونه ساتم، نشه کښې وایم رښتیا

د هوش مې مننه، د نشې هم مننه

.

شاهد همغسې دی او تل به دغسې وي

که راځې هم مننه او که ځې هم مننه

........................................................

 

 

ارمغان خوشال خټک

مخ - ۴۳۸

.

زما خوب له اندېښنو نه شي بیدار شم

وَ عالم وَ ته په دا تهجدګذار شم

.

غرونه غرونه ګناهونه را په یاد شي

وَخپل خدای وَته ګویا په استغفار شم

.

استغفار په خوله، په زړه د شر فکرونه

بیا له خپله استغفاره شرمسار شم

.

د دې دور د شیخانو حال مې وکوت

چې ساعت ورسره کښېنم، ترې وېزار شم

.

ما دا هسې شیخي دوی وَته بخښلې

په محشر دې د رندانو سره شمار شم

.

چې حلال کسب یې نه وي، شکرانې خوري

خدایه بځن په شیخۍ د شیخ رحمکار شم

.

دا ناتار چې په جلي ذکر شیخان کړه

کله زه په تاخت راضي په دا ناتار شم

.

چې څرګنده سربازي کاندي د تُورو

زه خوشال ختک تر هسې هنر ځار شم

.

.

اندېښنه = فکر، غم، نول، تشويش، وېره، خطره

ګویا = لکه خبرې کول

شرمسار = شرمنده، پښېمان، نادم، خړ، پيکه، شرمېدلی

وکوت = لکه وکتلو

وېزار = ۱) ورزووند (ور-زو-وند)، کرکي، ګرجن، متنفر، کرکه کوونکی (نفرت کننده)، بيزار ۲) بې پروا، مبرا، زړه موړی، مړه خوا

رند = شرابي، شراب څښونکی

کسب = دنده، کار، شغل، چاره، پېشه

شیخ رحمکار = په کاکا صاحب او ژېړي کاکا سره هم مشهور دی. اصلي نوم یې کستیر ګل و

بځن = حريص، ارواوږی، اټيرلی، اټيرن

ناتار = زياتی، ظلم، ستم، زور زياتی

تاخت = ۱) منډه، ځغاسته ۲) حمله، بريد، غوټه، يرغل

جلي = روښانه، څرګند، معلوم، روڼ، ظاهره

........................................................

 

 

ارمغان خوشال خټک

مخ - ۴۲۵

.

بیا د عشق دریاب راوخوت چلې چلې

عاشقان پکښې لاهو شؤل بلې بلې

.

بېرته شاته