(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.11.2020ملا یې نه مني

[07.Nov.2020 - 17:21]

زموږ ملا یې نه مني // سلیمان لایق

***

وې بۀ مُلاجان چې زۀ ورځمه کابل جان ګټم

زۀ خپل جوماتونه, زیارتونه, امامان ګټم

زۀ په څه دوکان کې عاشقان او عارفان ګټم

زۀ له مدرسو نه خواره شوې طالبان ګټم

زۀ له «مُلحدانو» شریعت ګټم، قرآن ګټم

زما باور به نه راتۀ

/

وې بۀ مُلاجان دغه دُنیا خو تیریدونکې ده

ټوله «مافیها» په دې فاني کې ختمیدونکې ده

دا د قدرتونو ډنډوره تمامیدونکې ده

ورځ د عرصات او د محشر رارسیدونکې ده

زۀ په خپل جهاد کې تشه خوښه د سبحان ګټم

زما باور به نه راتۀ

/

وې بۀ مُلاجان! زۀ د لالونو تمۀدار نه یم

زۀ یو «مجاهد» یم! زۀ شوقي د اقتدار نه یم

زۀ مامو د شرعې یم! د هیچا صوبۀدار نه یم

زۀ د پرنګیانو د پلانونو ټیکۀدار نه یم

زۀ د روس له پوځه پاکه خاوره د افغان ګټم

زما باور به نه راتۀ

/

وې بۀ مُلاجان زۀ چې دا دومره اذانونه کړم

چرګ د ډیران نه یم، زه مخلوق ته اوازونه کړم

زۀ له روح الله سره په عرش کې پروازونه کړم

زۀ له چا څه نه غواړم! په خدای باندې نازونه کړم

زۀ له کافرانو آزادي د مُسلمان ګټم

زما باور به نه راتۀ

/

راشه اوس یی ګوره مُلاجان چې څۀ نخرې کوي

خلک سره وژني؛ دی پرې خاندې مسخرې کوي

تښتي له جوماته مُقتدیانو ته پلمې کوي

ټول هیواد یې چور کړ او لا ناست دی مسآلې کوي

هره ناروا; روا کوي؛ خپلې چړچې کوي

راشه مُلا وګوره!

/

اوس مُلا حاکم شو سرغنه د جلادانو شو

دوست د کافرانو شو، دُښمن د مومنانو شو

نیم د یهودیانو شو، نیم نور د سعودیانو شو

زیات د پاکستان شو، یو څه کم د ایرانیانو شو

اوس دا خیرات خور، د ډالرو نوتُفالې کوي

راشه مُلا وګوره!

/

اوس واعظ د شهر پیش امام د شیطانانو دی

خنډ د صادقانو، ملاتړ د خاینانو دی

قتل د حُسین ته، تیغ بردار د یزیدانو دی

دوست د هر دښمن دی او دښمن د افعانانو دی

ناست دی د وطن د خرڅولو قبالې کوي

راشه مُلا وګوره!

/

وایي مُلاجان چې زۀ غازي یمه تورزن یمه

زۀ واکدار د ژوند او قتلولو د هر تن یمه

تخت او تاج می خپل دی، زه مالک ددې وطن یمه

کوز به ترینه نشم؛ په چوکۍ باندي مئین یمه

اوس په خیټه موړ شو، نوې نوې توطیې کوي

راشه مُلا وګوره!

/

خلک ورته وایي مُلا ورشه جوماتونو ته

وتړه ور وتړه ټوپکو ته، بمونو ته

ټینګ شه عبادت ته، ریاضت ته، اذانونو ته

دا دُنیا فاني ده، ځان تیار کړه، جنتونو ته

ځان رسوه حورو ته، غلمانو ته، جامونو ته

زموږ مُلا یې نه مني

/

خلک ورته وایې، چې وروري ښه ده، امان ښه دی

ناسته د مؤمن ښه ده، ملاتړ د مسلمان ښه دی

بیا تر هر پردې نه د خپل کور کلی افغان ښه دی 

دې ګردې دُنیا نه یو بڅری د ایمان ښه دی

مۀ خلاصوه لاره تباهۍ د ولسونو ته

زموږ مُلا یې نه مني

/

خلک ورته وایې افغانان په پردو مۀ وژنه!

دغه خوار وګړي د ایران په پیسو مۀ وژنه!

دا خواره واره د پاکستان په بمو مۀ وژنه!

دغه دینداران د بې دینۍ په پلمو مۀ وژنه!

وګوره قرآن ته، پاک الله ته، کتابونو ته!

زموږ مُلا یې نه مني

/

زۀ خپله قاضي یم، هم قانون یم، هم سرکار یمه

زۀ د رسولانو د میراث سلسلۀدار یمه

زۀ د جنتونو د وېشلو ټیکۀدار یمه

ولس وایې لږ پام کوه زموږ ماتو سرونو ته

زموږ مُلا یې نه مني

/

زموږ ملا اوس مخامخ د دین سوداګري کوي

تللی پېښور ته زموږ د خاورې بیۀپاري کوي

نوی وهابي شوی؛ د سیاف سره یاري کوي

ووته میدان ته د ډالرو جواري کوي

اوس قومندان شوی، بله ورځ به خرکاري کوي

چپ شه چا ته مۀ وایه

Suliman Layaq

-
بېرته شاته