(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

07.11.2020لېونی

[07.Nov.2020 - 17:23]

انسانانو ليـونې کړم

شيطانانو ليونې کړم

د پيريانو سره ژوند دې

مولايانو ليونې کړم

 

په مذهب کښې مذهبونه

په مسلک کښې مسلکونه

په جومات کښې جلوسونه

په ممبر باندې جـنګـونه

 

د چا تور پټکې په ســر دې

د چا سپين پټکې په سر دې

څوک سرتور سرونه ګرځي

د چا شين پټکې په سر دې

 

په سندره مې کافر کړي

په خــبره مې کافر کړي

چې د سوال جواب رانکړي

ژر تر ژره مې کافر کړي

 

دئ بس د ته کافـر وايي

او دئ د ته کافــر وايي

زړه واي ذهن دې کافر دې

ذهن زړه ته کافــر وايي

 

چې په د پسې پسې شم

که په د پسې پسې شم

چې د ذهن لاره واخــلـم

که په زړه پسې پسې شم

 

ته په دوو کښې حيران يې

زه په سلو کښې حيران يم

چې په کوم پسې پسې شم

په دې ښکلو کښې حيران يم

 

دئ واى دا عمل سنت دې

دئ واى نه منافـقـت دې

دئ واى ديخوا ته دوزخ دې

دئ واى ديخوا ته جـنت دې

 

د يـوې نـه پاتې کيږو

د پيسې نه پاتې کيږو

مونږ په دې جهان هم غرق يو

د هغې نه پاتې کيږو

 

نور د هر څه نه باغي يم

که هـــر څو جهنمي يم

ته ميخوار زه دې ساقي يم

زه دا نه چې فلسفي يم

 

زه د هــر چا نه کـمـزورې

نه سپوږمۍ يمه نه ستورې

چې کيني راته څوک هم نه

زه د داسې ونې سيورې

 

د روژې مسلمانان يو

د جمعې مسلمان يو

په توبو مې دې توبه وي

بې مزې مسلمانان يو

د جومات د دروازې نه

تر حجرې مسلمانان يو

امانت کښې خيانت کړو

بې وعدې مسلمانان يو

 

آذانونه مـو يو نه دي

اخترونه مو يو نه دي

که په يو صف کښې ودريږو خو

نيتونه مو يو نه دي

 

په والله ليونې کيږم 

په رښتيا ليونې کيږم

لکه بيا مې ماغزه درومي

لکه بيا ليونې کيږم

 

په يـوه دې پوهـه نه کړو

په کيسه دې پوهه نه کړو

مـلاجـانـه لـيـونې شــې

په ټپه دې پوهه نه کـړو

 

زه د چا نه نفرت نه کوم

د دنيا نه نفرت نه کوم

دا مې ټول د سر ګلونه

د ملا نه نفرت نه کــوم

په انسان مې زړه خوږيږي

د انسانه نفرت نه کــوم

 

دا کيسه راته يوه کړئ

عـقـيـده راته يوه کړئ

په قرآن لاسونه کيږدئ

کـلـيمه راته يوه کړئ

 

منیر بونیری

-
بېرته شاته