(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

17.11.2020 دنوښت

[17.Nov.2020 - 21:02]

د نوښت، نوښت - د ډاکتر کبیر ستوری لېسې پنځوس کلن پوهنیز یون

ښوونکی دهېواد په پرمختګ او ابادۍ  کښې بنسټي رول لري. حضرت محمد ص  فرمایلي : (انما بعثت معلما) په تحقیق سره زه ښوونکی را استول شوی یم. (العلماء وراثت الانبياء) علماء(پوهان) د پیغمبرانو وارثین دي، نو زمونږ ښوونکي ، پوهان ( علما / عالمان) لوړه درجه لري.

وېښ قامونه د خپلو ښوونکو او پوهانو درنښت اوستاینه   کوي،  د پوهنېزو او روزنېزو او ټولنېزو مرکزونو ساتنه او پالنه کوي او د ښوونکي مقام ته په درنه سترګه ګوري. 

د هرې ټولنې دښوونې او روزنې د ډګر  پرمختګ  دښوونکو په نه ستړي کېدونکو هلو ځلو کښې نغښتې دی.

د ډاکتر کبیر ستوري د لیسې د پنځوسم کال نمانځل ، د پوهنې د ډګراو  د ښوونکي د مقام   نمانځل دي. 

ددې لېسې د شاګرد په توګه د نوښت ټولنې نوښت ستاېم. د لېسی مدیرښاغلي  وارث احساس او ټولو ملګروته کور ودانی واېم ، چې ددې غونډې په راجوړولو کښې یې ستړېا ګاللې ده.  او پدې تمه چې د هېواد په نورو برخو کښې   د پوهنې په ډګر کښې د پوهې او رڼا   د خورونکو  درناوی او ستاینه وشي.

 درنښت نصیر ستوری

 

 

دکبیر ستوري لېسه پنځوس کلنه شوله

خلک پکې وایي سبقونه

ددې  به  کېږي  ثوابونه

خانه ابۍ خو د پوره ثواب څښتنه شوله

دکبیر ستوري لېسه  پنځوس کلنه شوله

 

پکښې   تیر  شوي    مدیران   دي

څومره خواږه، خواږه ځوانان دي

دوۍ  د  مالي    د  بڼ  ګلان   دي

ددوۍ په وجه زمونږ سېمه قدرمنه شوله

دکبیر ستوري  لېسه پنځوس  کلنه  شوله

 

 

حبیب الرحمان مومند  اول  دی

ګل اضغر خان د پګړۍ ګل دی

د  شرر  نوم  سید  امیرګل  دی

دننګ شمله یې رامالومه تر وطنه شوله

دکبیر ستوري  لېسه پنځوس  کلنه شوله

 

سراج الدین پکې جدي دی

پسې  مدیر عبدالباقي   دی

اسلم خان نوم د ابدالي  دی

ددوۍ په وخت کښې د معارف لمنه پلنه شوله

د  کبیر  ستوري  لېسه   پنځوس   کلنه   شوله

 

چې     مقرره   رحېم  داد  شو

د  باباخیل  ژوند  پرې اباد شو

حبیب الرحمان مومند راېاد شو

ددوۍ نه روسته د معارف دوره شکمنه شوله

د  کبیر ستوري    لېسه  پنځوس  کلنه   شوله

 

 

روسته مدیر اجمل حکاک وو

ولي رحمان  قاري چالاک وو

حسین احمد د زړه نه پاک وو

د شاګردانوښه تربیه او ښه پالنه شوله

دکبیر ستوري لېسه پنځوس کلنه شوله

 

یو  بل     مدیر عبدالعزیز    دی

غني ګل لږ شان سخت درېز دی

مدیر   سلیم  زمونږ  عزیز   دی

ددوۍ په وخت کښې کیسه لږه لانجمنه شوله

د  کبیر ستوري  لېسه   پنځوس  کلنه   شوله

 

د    "مومند"  شعر  پدې  اساس  دی

زما  همصنفي   وارث  احساس  دی

مونږه  ته ګران د زړه  دخلاص  دی

ددې په وجه دغه غونډه پرتمنه شوله

دکبیرستوري لېسه پنځوس کلنه شوله

 

که په ساده حساب یې وایم نېمه سلنه شوله

د کبیر ستوري  لېسه  پنځوس  کلنه  شوله

ځوانانو ته یو بند

ددې ځوانانو ددې نوښت دلاسه

دې  میلمنو  ته  قدرمنه   شوله

دکبیرستوري لېسه پنځوس کلنه شوله

..................

 

پنځوس کاله پوهنیز یون کښې دکبیر ستوري  لېسې مدیران

ښاغلی حبیب الرحمان مومند  - ښاغلی ګل اضغر خان - ښاغلی سید امیرګل شرر - ښاغلی سراج الدین جدي  - ښاغلی عبدالباقي خان - ښاغلی اسلم خان - ښاغلی رحېم داد خان - ښاغلی عبیدالرحمن باباخیل -  ښاغلی حبیب الرحمان مومند - ښاغلی اجمل حکاک - ښاغلی ولي الرحمان  - ښاغلی حسین احمد مدني - ښاغلی عبدالعزیز خان - ښاغلی غني ګل خان مومند - ښاغلی وارث احساس

ښاغلی معلم کبیر خان - ښاغلی مسلم مومند -ښاغلی سلېم یوسفزی او   ښاغلی شیر ملنګ اخونزاده  سرپرست مدیران پاتې شوی دی.

-
بېرته شاته