(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

17.11.2020کتابونه په سر

[17.Nov.2020 - 21:11]

.                                  کتابونه په سر کېږدي؛ ځان ملا کا!

.                                 پۀ هر کلي محلت گرځي ټګي غلا کا!

 

.                                 په مسجد راځه؛ پینځه وخته اذان کا!

.                        چې زکات, سرسایه نۀ وي؛ مسجد وران کا 

 

                                په دا هسې علم برند کښېني؛ ملا شي!

.                                و عالم ته میراث خور د انبیا شي!

/

 

.                      چې رنځور له رنځه خلاص شي؛ راته شا کا!

                                   نور به بیا د ما تعویز؛ د چا بلا کا؟

 

ستر خوشال بابا تقریبا څلور سوه کاله پخوا دغسې فرمایلي . د دې نه اندازه لګوي مولایانو به څلور سوه کاله پخوا په سرسایه او زکات فساد جوړوو خو پښتانه به د دوي مخې له نه راتلل د هغې وجه دا وه چې دوي به ویل مونږ د انبیاؤ وارثین یو او دغه بیانیې مولایان د وخت تیریدو سره دومره مضبوط  کړل چې د راولپنډئ د نظامیانو د برطانیې د مارګریټ تریچر او د امریکې د ریګن لاسو ته بیخي وغورځیدل او په پښتون وطن یې یرغل وکړو . او تر ننه د مولایانو یرغل لا جاري دې . پښتنو په تاریخ کښې سترې تیروتنې کړي او همدغه وجه ده چې د جدیدیت په دور کښې د جدیدیت نه په سلګونو کلونه شاته پاتې شو .

-
بېرته شاته