(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.11.2020توبه هله

[28.Nov.2020 - 22:05]

چې دې وس د بدو نه وي 

څه به ته څه به دې ښه وي

 

توبه هله د شرابو 

چې شراب درله پراته وي

 

چې بوډا شې خوله کړشپه

بیا توبه توبه د څه کې

 

هغه ښه د بدو بد وي

د ناکامه چې ته ښه کې

 

ملا ناست د تکړو شکور ته

وای رندانو ته خراب

 

غریب څه وکړي جومات کې

نه ماشوق شته نه شراب

 

دا چې باغ د ګلو ډک وي 

مستانه غوندې ماښام وي

 

دا چې سرې سترکې ساقي دې

په سور لاس نیولې جام وي

 

دا چې تاته رڼې سترګې

غلې اووای سلام

 

په مکیز دې زړه کې بل کړي

د مستۍ دوزخ تمام

 

وای راشه راشه زما یاره 

وخت دې لږ خبرې ډېرې

 

بیا دې رو شان د اوږو نه

پستې لېچې کړي چاپېرې

 

خوله دې خولې ته کړي در پورته

شونډې سرې تودې بې هوشه

 

لکه بله ډېوه رپي

د ځوانۍ مستۍ د جوشه

 

سینه دروړي سینې له

د بخمل هسې ریښمینه

 

د ارمان او مینې ډکه 

د نرګسو نه نیازبینه

 

او ستا وجود یو سمندر شي

د طاقت او د سرور

 

زړه دې واخلي هغه اور 

چې هم اور دې او هم نور

 

نو ته چې دغه وخت اوچت شې

او را شروع شې په ژړا

 

نو لېونی وای قسم دې

چې یا خو غوث یې او یا هجړا

...

 

غني خان

...........

 

 

 

ای د کل جهان مالکه 

جواب را ستا د جماله

.

ولې جوړ صحرا کې باغ کړې

قصاب جوړ کړې د کلاله

.

ولې ولې ربه ولې

ددې ولې جواب څه دی

.

څنګه څنګه ای جانانه

ازغی څه دی، مضراب څه دی

.

ای د لوږې تندې ربه

ډک جام څه دی، کباب څه دی

.

ای د مرګ او ژوند مالکه

مرګی څه دی، شباب څه دی

.

ای د ژوند اخر جانانه

ژوندون څه دی، حساب څه دی

.

ای د تورو تیرو خانه 

څه مانا ستا د رڼا ده

.

ای د مرګ او ژوند خاونده

څه رنګینه ستا خندا ده

 غنی خان

............

 

ستوري ته آسمان کښې یوه ورځ ووې هلال 

خدائې آدم له مینه ورکړه مونږ له تش جمال 

One evening, as I listened

To the silence of the twilight,

I heard the new moon whisper to star:

"Allah has blessed us with unrivalled beauty;

And man, ungrateful being,

He granted love.

زه به په خندا ورکړم دا خپل ښائست د کمال

ماله که یو څاڅکې مینه راکړي څوک په سوال

I would give away gladly, 

And without any regrets,

All this priceless beauty,

For a drop of love.

مینه حقیقت حسن سایه د حقیقت ده

حسن له زوال شته ، مینه نه لري زوال

For beauty must grow old and wane,

But love is deathless, eternal!

 

#Ghani_Khan.

(English translation by Umar Farooq Sahibzada)

-
بېرته شاته