(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.11.2020د الله

[28.Nov.2020 - 22:09]

بس یو نامه به د الله پاتې شی

 

یادګېرنه: د فېض احمد فېض د مشهور نظم " ویبقی' وجهُ  ربِِکَ" ترجمه (عبدالحمید همت)

 

مونږ به ئې وینو خامخا

مونږه لیدل ئې غواړو

 

هغه یو ورځ چې ئې وعده شوې ده

چې د ازل په تختۍ لیک ئې شوے

چې دا د ظلم او د جبر غرونه

لکه پومبه به په ډانډت والوځی

زمونږ مجبورو د قدم د لاندې

زمکه به ولړزېږی وجړقېږی

د هر جابر حاکم د سر دپاسه

اسمان به تندر تندر وپړقېږی

په مخ د زمکې د خدایانو کعبه

دا د بتانو نه برجقه چې ده

دا ټول بتان به شی په زمکه ګوزار

دا په زړۀ سپین رټلی شوی خلق

دا به د تخت او تاج قابل وګرځی

دا د غرور او تکبر تاجونه

لکه د خس به په هوا والوځی

 

بس یو نامه به د الله پاتې شی

څوک چې غائب هم دے حاضر هم دے

څوک چې منظر هم دے ناظر هم دے

راج به د خداے د خواروزار مخلوق شی

هغه مخلوق چې زۀ او تۀ یادېږو

-
بېرته شاته