(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل ګټم23.12.2020

[23.Dec.2020 - 14:52]

وې مولاجان چې زه ورځمه کابل جان ګټم

زه خپل جوماتونه، زيارتونه، امامان ګټم

زه په سه دکان کې عاشقان او عارفان ګټم

زه له مدرسو نه خواره شوي طالبان ګټم

زه له ملحدانو شريعت ګټم، قرآن ګټم

زما باور به نه راته

.

وې به مولاجان دغه دنيا خو تېرېدونکې ده

ټوله مافيها په دې فاني کې ختمېدونکې ده

دا د قدرتونو ډنډوره تمامېدونکې ده

ورځ د عرصات او د محشر رارسېدونکې ده

زه په خپل جهاد کې تشه خوښه د سبحان ګټم

زما باور به نه راته

.

وې به مولاجان، زه د لالونه تمه دار نه يم

زه يو مجاهد يم، زه شوقي د اقتدار نه يم

زه مامور د شرعې يم، د هېچا صوبدار نه يم

زه د پرنګيانو د پلانونو ټېکدار نه يم

زه د روس له پوځه پاکه خاوره د افغان ګټم

زما باور به نه راته

.

وې به مولاجان، زه چې دا دومره اذانونه کم

چرګ د ډېران نه يم، زه مخلوق ته آوازونه کم

زه له روح الله سره په عرش کې پروازونه کم

زه له چا څه نه غواړم په خدای باندې نازونه کم

زه له کافرانو، آزادي د مسلمان ګټم

زما باور به نه راته

.

راشه اوس ګوره مولاجان چې څه نخرې کوي

خلک سره وژني، دی پرې خاندي، مسخرې کوي

تښتي له جوماته، مقتديانو ته پلمې کوي

ټول هېواد يې چور کړ او لا ناست دی مسلې کوي

هره ناروا، روا کوي، خپلې چړچې کوي

راشه مولا وګوره!

.

اوس مولا حاکم شو، سرغنه د جلادانو شو

دوست د کافرانو شو، دښمن د مومنانو شو

نيم د يهودانو شو، نيم نور د سعوديانو شو

زيات د پاکستان شو، يو څه کم د ايرانيانو شو

اوس دا خيرات خور د ډالرونو تفالې کوي

راشه مولا وګوره!

.

اوس واعظ د شهر پيش امام د شيطانانو دی

خنډ د صادقانو ملاتړ د خاینانو دی

قتل د حسين ته، تېغ بردار د يزيدانو دی

دوست د هر دښمن دی او دښمن د افغانانو دی

ناست دی د وطن د خرڅولو قبالې کوي

راشه مولا وګوره!

.

وايي مولاجان چې زه غازي يمه، تورزن يمه

زه واکداره د ژوند او قتلولو د هر تن يمه

تخت او تاج مې خپل دي، زه مالک د دې وطن يمه

کوز به ترې نه، نه شم په چوکۍ باندې مين يمه

اوس په خېټه موړ شو، نوې نوې توطئې کوي

راشه مولا وګوره!

.

خلک ورته وايي، مولا لاړ شه جوماتونو ته

وتړه ور وتړه ټوپکو ته، بمونو ته

ټينګ شه عبادت ته، رياضت ته، اذانونو ته

دا دنيا فاني ده، ځان تيار کړه جنتونو ته

ځان رسوه حورو ته، غلمانو ته، جامونو ته

زموږ مولا يې نه مني

.

خلک ورته وايي چې وروري ښه ده، امان ښه دی

ناسته د مومن ښه ده، ملاتړ د مسلمان ښه دی

بيا تر هر پردي نه، خپل کور کلي افغان ښه دی

دې ګردې دنيا نه يو بڅری د ايمان ښه دی

مه خلاصوه لاره تباهي د ولسونو ته!

زموږ مولا يې نه مني

.

خلک ورته وايي: افغانان په پردو مه وژنه!

دغه خوار وګړي د ايران په پيسو مه وژنه!

دا خواره واره د پاکستان په بمو مه وژنه!

دغه دينداران د بې دينۍ په پلمو مه وژنه!

وګوره قرآن ته، پاک الله ته، کتابونو ته!

زموږ مولا يې نه مني

.

زموږه مولا وايي زه د هر څه ذمه دار يمه

زه خپله قاضي يم، هم قانون يم، هم سرکار يمه

زه د رسولانو د ميراث سلسله دار يمه

زه د جنتونو د ويښلو ټېکه دار يمه

ولس وايي لږ پام کوه زموږ ماتو سرونو ته

زموږ مولا يې نه مني

.

زموږ مولا اوس خامخا د دين سوداګري کوي

تللی پاکستان ته، زموږ د خاورې بيپاري کوي

نوی وابي شوی، له وابي سره ياري کوي

و ووته ميدان ته، د ډالرو جواري کوي

اوس قوماندان شوی، بله ورځ به خرکاري کوي

چوپ شه چا ته مه وايه!

Suliman Layaq

-
بېرته شاته