(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.12.2020د پیر روښان

[23.Dec.2020 - 15:17]

د پیرروښان کلام

 

دغه خاوره ده مېدان د غورځنګونو

هر ډګر ئې ازموده دې د جنګونو

هره پوله ئې ګرداب دې و غليم ته

مست سيندونه ئې څوکې کا د حدونو

هره څوکه ئې سنګر د خپلواکي دې

هر يو غر ئې کا څارنه د دښتونو

هره تړه ئې کمين دې د غازيانو

هره کنده ئې دې باب د تاريخونو

هر کنډو ئې د غليم په مخ آفت دې

هر ګذر ئې نومنه د طوفانونو

په فضا کښې ئې الوت دې د بازانو

په سينه ئې حرکت دې د مېړونو

دا وطن دې د هغو ښاغليو خلکو

چې شملې لري په ول، ول دستارونو

پیر روښان

-
بېرته شاته