(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.12.2020 بې ننګه پښتانه

[26.Dec.2020 - 20:55]

خوشال بابا د یو شمیر بې ننګه پښتنو نه داسې سر ټکوي :

----------------

د بې ننګه پښتنو له غمه ما

لويه پریښوده ونیوله کمه ما

دا هم ښه که په دا کار کي هومره کار وي

چي که واخیست انتقام له ګرمه ما

چي د ننګ ګوهر مي مات شو دواړه سترګي

په ژړا نه کړې یو دم بې نمه ما

هغه دُر مي په لاس نه راځي بیړیه

استاده کړه په ساحل له یمه(۱) ما

هغه ملا مي چي په هوډ سره لوی غر و

په ناکام کړه و مغول ته خمه (۲) ما

هم د بخت و ماته شا شوه هم د خلقو

په مغول کړ ځکه مخ له همه ما

که مي لاس وای په رضا به مي کښیښول

د مغول په لوري دوه قدمه ما

د هغو د خولو کږې خبري اورم

چي خبره ورته نه کړه سمه ما

ذم د خپلو د پردیو را ښکاره شو

که هر څو ساته خپل ځان له ذمه ما

په هغه لویو خبرو شرمسار یم

چي هر چا وته ایستې له فمه(۳) ما

سل غندني پیغورونه را دوڅار شول

که به ځان ساته هر څو له ذمه(۴) ما

دغه غم مي له هیڅ غم سره سم نه دی

که لیدلي دي هزار المه (۵)ما

مګر بخت را سره بیا مدد آغاز کا

چي فارغ کا د اندوه له سمه (۶)ما

هاتي ځکه په سر لوني توري خاوري

چي خبر کړ د خوشحال له غمه ما

---------------------------------------------------------

۱- یم = سمندر

۲-خم=کږه

۳-فم= خوله

۴- ذم= غندنه

۵-ا لم =غم او درد

۶-سم= زهر

-
بېرته شاته