(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.12.2020عرض

[26.Dec.2020 - 21:06]

عـــــر ض ؟!

ـــــــــــــــــــــــــــــ

اوریدلی می له چا دا حکایت دی 

 چی ولاړ پر یوه ښکلی حقیقت دی 

داسی وایی یو پاچا چی ډېر عادل و 

په حقه حقوقو ټولو ته قا ئل و 

یوه پیغله یی عارضه شوه دربارته 

پاچا غوږ شو ددی پیغلی ټول اظهارته 

پیغلی ووی چی ريښتیا وایمه صاف 

چی پاچا په تا کی نشته ده انصاف 

خلک وایی چی عادل او مهربان یی 

خو زما لپاره تندر دآسمان یی 

ته پاچا یی زه کړیږم له هجرانه 

نا امیده یم له وصله دجانانه 

پر یو ځوان باندی مئینه یم پاچا زه 

چی دی مینې راوستلی یم تر تا زه 

پر دی ځوان چی زه مئینه یم مغرور دی 

دا غرور یی زما مینه خوری ناسور دی 

نه له ماسره خبره نه سلام کړی 

نه ډېر لږ زما دمینی احترام کړی 

پاچا واوریدې تر پایه دا بیان 

را احضار کړ دواره هغه ځوان 

پاچا ووی چی زلمیه نیک سېرته 

بی خبر دچا دمینی له قوته 

دغه ناسته بی بی تانه شکایت کړی 

وایی تاسره له زړه نه محبت کړی 

زه چی ګورم هم هوښیاره ده هم ښکلی 

چی په څه ده تا ددی مینه رټلی 

هلک ووی چی پاچا : دا زما خورده 

ددی دا ډول اظهار ماته پیغورده

جلۍ ووی : چی بانی کوي مکاردی 

حقیقت کی می له مینی نه بېزاردی 

مخاطب کړ بیا پاچا له سره ځوان 

چی لری په دغه اړه ګواهان ؟

را خاضر کړل دی زلمی په یوه شان 

دری تنه په صورت روغ بالغ کسان 

بیا پاچا ووې جلۍ ته چی بی یی 

څه لری که نه ویلو ته باقی ؟

جلۍ ووی چی قربان که دا می ورور وی 

او زما مینه له ده سره پيغور وی 

***

چی مېراث ځنی دپلار غواړم خور نه یم 

زه اولاد دده د خپل پلار او مور نه یم 

هلته هم پر ما تیر کړشاهدان ده 

همدغه شان درې بالغ او پوه کسان ده 

هغوی ورکړ شهادت چی زه پردۍ یم 

په ناحقه میراث غواړم لیونۍ یم 

که می ورور وی حق دخور ورځنی غواړم 

ددی کړی دوکی پور ورځنی غواړم 

چی ثابته شو پاچا ته حقیقت 

سمدلاسه جاری کړ عدالت 

دجلۍ حقوق یی ټول ورته احیاء کړل 

په انصاف یی خور او ورور دواړه رضا کړل 

آفرین دی دجلۍ په ذکاوت وی 

په منطق کی یی چی پروت دومره قوت وی ؟!

ــــــــــــ

عبدالوهاب سرتېر

-
بېرته شاته