(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.12.2020غزل

[26.Dec.2020 - 21:07]

غزل  !!

سيد صابرشاه صابر

 

زمونږ به يو اوږده غوندې کوټه وه  ښۀ مې ياد شي

او منځ کښې به يې لوړه شان چونتره وه  ښۀ مې ياد شي

 

يو ګوټ کښې مې د مور د وادۀ بکس د لرګي وو

يادونه وو زاړۀ , ورته جرنده وه  ښۀ مې ياد شي

 

بوجۍ به د " سوتلۍ " ورته پېوند پېوند ځوړند وه

زمونږ به داسې ماته دروازه وه  ښۀ مې ياد شي

 

څۀ اوچه بدماشي وه , د.کوڅې په ماشومانو

لينده به مې په غاړه کښې پرته وه  ښۀ مې ياد شي

 

د نورو خزانو , خزانه دارو  نه بې نياز ؤم

زما هم يو وړه شان "خزانه" وه ښۀ مې ياد شي

 

سبا له به مېله وي  او سبا له به جنګۍ وي

دا شپه به د امېد څومره اوږه وه  ښۀ مې ياد شي

 

سپوږمۍ به د اسمان وه او کۀ نه وه , غم مې نۀ وو

سپوږمۍ به چې د زمکې راسره وه  ښۀ مې ياد شي

 

دا دلته چې زمونږ د کور نه اخوا دا بنګلې دي

هم دلته کښې د کلي اديره وه  ښۀ مې ياد شي

 

يو غوا  به وه  صابره  ما او خور به سرؤله

هم دا مو د ټول کور لويه آسره وه  ښۀ مې ياد شي

 

29 اګست

-
بېرته شاته