(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.12.2020 د سولې پرښته

[29.Dec.2020 - 17:44]

د سولي فرشته

ته انسـان یي ، نمــــونه د کـــــرامت یي

یو شهکار د عظــــــمتونو ، د قدرت یي

د هوی او د هوس سره په جنــــــګ یي

ته پیـکر د خواهشـــــــــاتو د شهوت یي

تا ته یي نفـس ، امتــــحان د پاره درکړ

دغه دیو ته که تسلیم شو ي ملا مت يی

امانت بارونه ، تا ته سپــــــارل شــوي

ته مسول ، د ستر هدف او رســـالت یي

ته مالیاریي دخــــــــــالق په دغه بڼ کې

ته باعث ددي چمـــــــن ، د طراوت یي

ته د امن او د ســــــــــو لي ، فرشته یي

ته حــــــامی ددي وګړو ، د عزت یـــي

 سید عبیدالله نادر

کال ۱۳۷۶پیښاور    

-
بېرته شاته