(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حمد

ګـــــوره هــــســـى کــــردګـــــار دى رب زمـــــا چــــى صــاحـب د کـل اخـتـىـار دى رب زمـــا هـمــګـي بـزرګـواران چـى څـوک يـې وايــي تـــــر هــــمـــــه ؤ بــــــزرګـــــوار دى رب زمـــــا نه ىـې هىڅ حاجت په چا باندى موقوف دى نــــه د هــــىـــچــــا مـــنـــت بـــار دى رب زمــــا لــه نـىـسـتـۍ ىـې د هستۍ صورت پىدا کا هـــســــې رنــــګ پـــروردګـــار دى رب زمــــا هـــم صـــانـــع دى د جـــمـــلـه ؤ مــصـنـوعاتو هــــم ســـامـــع د هـــر ګــفــتــار دى رب زمـــــا چــــې ىــــې هــىــچـىرى نه مثل نه مثال شـته د هـــــغـــــو عـــــطــرو عـــطـــار دى رب زمــــا هــــر تـــعــمــىــر چې د دنىـا او د عـقـبـى دى د هـــــمـــــه واړو مـــــعــــمـــــار دى رب زمــــا خــــوانــــنــــده د نــــانــــوىــسـو صـحـىفو دى دانــــــنــــــده د هـــــــر اســـــرار دى رب زمـــــا کـــه ظـــاهــر دى کـه باطـن دى که مابىن دى لـــــه هـــــمــــه ؤ خـــــبــــــردار دى رب زمــــــــا کـــه پــــىــدا کـه پـوشـىـده او که اوسط دي پـــــه هــــمــــه ؤ وقــــــوف دار دى رب زمــــــا شــــرىـــک نـــه لـري پـه خـپله بادشاهۍ کې بـــى شـــــرىـــــکـــه شـــهـرىــــار دى رب زمــــا هـســې نــه چــې واحــدي ىــې ده لــه عــجــزه پــــه واحـــد وجــــود بــســىـــار دى رب زمـــا څــه حـاجـت دى چـې و بل خوا ته ىې غواړم پـــه خــپــل کـــور کـــې هـمکنار دى رب زمـا حـــاجـــت نـــه لــــرى د هـــىـــچــا وىـــارۍ تــه لــــه هــــغــــو ســـــره چـــې ىـــار دى رب زمـــا هـــىـــڅ تــغـىـر او تـبـدىل نه لــرى رحـمـانــه تـــــل تــــــر تــــلــــه بــــرقـــــرار دى رب زمـــا

Rahman Baba -
بېرته شاته