(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ځلنده ستورى

مـــئــيـــن مـــئــيـــن دى په پــښـــتو دى مئين پــــه لــــــرو بــــــــــرو پــــــښـــــتــنو دى مـئين دا خــــړ ريـــګــونــه يــــې رانـــجــه د سـترګو پـــه دې دشــــــتـــونـــو او مــــېــرو دى مئين تــــتـــه بـه نـه کــــــړي پــه زنــــــدان کــــې رڼا د ســــــبا ســــتـــوري پـــه تــيـــارو دى مئين بېلات هـغوى کړي چې څـوک ســر بچ کـوي کــــــــبــيــــر په دام دار او رســــــــو دى مئين اجـــــــمل خـــټـک نه يــې الــــهام اخــيـسـتى د ســـــــتــر بــابــا پــه فــــلــــســفــو دى مـئين د ډيـــــورنډ کــــــرښــــه يـې ازغـى د ســـترګو پــه کلک تـــــــړون د افــــــغــانــــــو دى مئين د پـت غــــــــېـــرت په ورنـــــــي مــــــور تـــړلـى لـــکــــه پــتــنـګ په ســــرو لـــمـــبـو دى مئين ســــتا په ســــيــنــه يـــې دي خـــړپـوسې کړي کــــونــــړه ســـــتا په لــــــوړو غــــرو دى مئين والله چـــــې غــــــــېـــږه د مــــــورکۍ دې ګڼي ســـــتا پـه خـــــاوريــــنو کــورکـــو دى مئينو د زړه زخــــمـــونه يـــــې ټــکــــور شــــي پکې ســـــــــتــا په لـــــلــو لــــلــــو لــلـــو دى مـئـين په مــــــــزار ســـــره ګــلـــــونه کــــر کړئ ورته په ســـور بـــېــرغ ســــرو لــــوپــټو دى مئين ځــلـــــنــده ســــتورى د اســــــــمــــان درانـــى د بــــــاچــــــــا خـــــــان په نــــظـــريـو دى مئي

شبير خان درانى کوارډنېټر عالمي پښتو کانګرس سترسيكتر غني خان پښتو ادبي تحقيقي ثقافتي جرګه_ پښتونخوا
-
بېرته شاته