(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

26.03.2021دعا

[26.Mar.2021 - 22:02]

دعا        

دردمن چي ، په خــــپل ژبه د بلــبل په شــــان ګویا وي

په رموز د عشــــــــق پوه ، وي په دردونو آشــــــــنا وي

 

چي د خــدای له ویرې نه وي ، غــافل یوه لمـــ-حې کې

خبردار د زمـــــاني ، او مـــــــکارئ ددي دنیــــــــا وي

 

چي په لاره باندی سـم کړي، دا ړانده د زړه په سترګو

غمخوار چي ، دبشــــــر وي د بی لارو رهنمـــــــــا وي

 

په پرهار د زخمـي زړونو ، چي مرحم د تسل کیږدي

هم  طبیــــــب زمونږ د رنځ وي ، پرهارونو ته دوا وي

 

په کیمیــــــا د خپلي ژبی ، کینـــــي لیري کا ، له زړونو

د دردمنو په څیر زړه کې ، آییني غوندي ، صـــــفا وي

 

اوښــکي پاکــــي د بیوزلو، په دستار او شمــــله کړي

چي غمخوار وي د دردمنو ، مــهربانه په هر چـــــا وي

 

بیا په نور د مـــــعرفت کړي ، جهـــــــالت خونه روښانه

چي خــورې یي په هر لوري ، د مشعل په څیر رڼا وي

 

دي صـــحرا د جهالت نه ، چي بهر مو په اخلاص کړي

چـــي په رمز باندي ، آشنـا وي ، تر همه واړو دانا وي

 

درد و غم کې د وطن چي ، شپه او ورځ وي ژړه غونی

عبادت او ذکر و فــــــکر یي ، د وطن په حـــال ژړا وي

 

چــي مــــهار د قــافلي د بیدردانو ځیـــــــــنی ، واخلي

هم په رنځ د ســــــــفر پوه وي ، کــــــــړیدو لره پیدا وي

 

منور چـــــــي په راتګ خـــــپل ، دا زمونږ د زړه دنیا کا

دا دردمـــن دي خدای پیدا کړي ، که زمونږه په دعا وي

کال ۱۳۷۹پیښاور

سید عبیدالله نادر

-
بېرته شاته