(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

هيلې مې زړه کې ويلې کېږي سترګې وانه ړوې زما تصوير پکې ورانېږي سترګې وانه ړوې ستا د ښکلا په سمندر کې لاهو شوى يمه د خيال کښتۍ مې چپه کېږي سترګې وانه ړوې ستا د حيا خو بس هم دومره منتر بس دى کنه زړه مې سينه کې قتل کېږي سترګې وانه ړوې ما چې دروکتل خو ما به دا ګناه منله يوه توبه راباندې کېږي سترګې وانه ړوې خير دى ورېږي دې پر ما خو ته بې غمه اوسه پر ما دې غشي راورېږي سترګې وانه ړوې ملالې سترګې چې لري په زور يې هم خبر شه د کوټوال ژوند پرې تمامېږي سترګې وانه ړوې

Irfanullah Kotwal
-
بېرته شاته