(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مهربان پلار سپېڅلي روح ته

زموږ دردونو ته درمانه پلاره زموږ خواخوږى مهربانه پلاره ستا د ژوندون يوه يوه خاطره خيال ته رادرومې هرې خوا نه پلاره راته د ستر خالق دا ستره نړۍ نيمګړى ښکاري بې له تا نه پلاره زموږ په ذهن کې هم ستا په لاسو ډيوه د علم شوه روښانه پلاره تا زحمتونه تکليفونه ګالل موږ ته دې ټول عمر خوښي راکړې موږ دې له درده خبر کړي نه يو راته دې هر وخت خوشحالي راکړې هر درد او غم دې په خپل سر اخيستى تا سوکالي تا ارامي راکړې زموږ د هرې کاميابۍ لپاره تا اطمېنان تا تسلي راکړې اوس چې ستا سيورى رانه ليرې لاړو موږ خو د ژوند د غرمو تاب نه لرو د ژوندانه د کتاب پاڼې لولو خو د خوښۍ پکې کوم باب نه لرو ستا له دعا نه چې محروم پاتې شو لارې د هومره لوى ثواب نه لرو پرته له تا به مو ژوند څنګه تېر شي؟ دغه پوښتنې ته ځواب نه لرو دا چې د ژوند شېبې مو ښې تېرېدې ستا دوعاګانې ستا برکت و پلاره نن چې ثمر ته رسېدلي يو موږ دغه برکت ستا د محنت و پلاره يواځې موږ نه په زرګونو نورو اخيستى تا نه تربيت و پلاره ته يو معلم ته يو لارښود د خلکو هره وينا دې سعادت و پلاره تا د عرفان بلې ډيوې لپاره د زړه په مينه پتنګان روزلي د هر دردمند د پرهر څړيکو ته دې له عاطفې ډک طبيبان روزلي ستا لوړ مقام ته هغوى سر ټيټوي تا رئيسان تا وزيران روزلي د ګران وطن د ترقۍ لپاره تا د همدې خاورې بچيان روزلي ته تر اتيا کالو اوښتى وې خو غم دې د ځوان په شانته زور راکوي بغېر له تا د ژوندون هره شېبه راته سکروټې شيندي اور راکوي ته چې په کومه ورځ له موږ نه لاړې قسم په خداى که خوند خپل کور راکوي موږ دې خدمت کې شپې شوګيرې نه کړې ضمير هر وخت راته پېغور راکوي تاته له خدايه جنتونه غواړو ځان ته توان چې ستا دوستان وپالو کوښښ کوو چې د امکان تر حده ستا د ژوندون يو يو ارمان وپالو د هيلو بڼ کې هر يو ګل ګل به دې د خپلو اوښکو په باران وپالو چې ستا اروا ته پرې سکون رسېږي موږ به هغه کار په ښه شان وپالو

-
بېرته شاته