(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

دروغ وايي رښتيا خبره کوم ده چې چا وکړه ښه سپينه او صفا خبره کوم ده چې چا وکړه ما وى درته جانانه! ځه په خپله چې پخلا شو ترمينځه زما ستا خبره کوم ده چې چا وکړه د ځان دپاره هر سړى پښتو کوي پښتون دى د خوارې پښتونخوا خبره کوم ده چې چا وکړه د کرکې د نفرت خبرې هر طرفته اورم د مينې د وفا خبره کوم ده چې چا وکړه دې دور کې هر څوک د زورورو ډله ګوري زمونږ د ملګرتيا خبره کوم ده چې چا وکړه محفل کې د خبرو د کولو خلک ډېر وو اکمله! بې له تا خبره کوم ده چې چا وکړه

Akmal Lewaney
-
بېرته شاته