(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کبير ستوري د دويم تلين په موقع سلام او احترام

داســی قــامت لکـــه چـــنـار چــــنـار قــامت د پـښـتو لکـــه ســړی چـې ځـي روان وي ســيـوری نشي نيوی د لـوی افـــغان د اســـمان دا غـرور څـه لـږ خـو نه دی سپوږمۍ به تـندر رانيـوی شي٬ ستوری نشي نيوی
يواسمان چې د افغان په زمکه ښکاري پـــه اســـمـــان کـښـې بلــــــهــا ســتوري
غلــي غلــي مـا ته ګــوري پټ پټونی کړي اؤ شوري
خـو یـــو سـتوری داسـی هـم دی چې پښتون افغان دی، وائی!!
په جنتيانو کې زه هسکه غړۍ ګرځمه چې داتلانو رهبرانو لوی لښکر لـرمه
دخـدای حـضـــور ته زه په فـخـر ځمه دننګيالو غير تيانو دروند ټبر لرمه
دفـرښـتو په مينځ کې بړ ق بړق په خنداشمه چې!!! دملالۍ او زرغونې ادې دوتر لرمه
بلها قامونه مې په لويه تماشه اودريږي چې دقـلم، توری، پټکی هـر معتبر لرمه
دکـــربلا دامــامــانــو نه ســــلام اخـلـمـه چې لوی تاريخ د شهيدانو د سنګر لرمه
منصور زما په پښو کې کېنی او خراج راکړي چــې اريـــانــا غــونـدی د دار نــوی اثــر لــرمــه
دجــنـتـونـو دربـانان مـې په افــغان پـېژنی چې يو وجود يم او څلورټکړې ځيګر لرمه
غلـمان په مستو اتڼونو په ټوپونو راشي چې زه د خپلو سټو کمارو ځلمو سر لرمه
زمــــا جــنـت لکـــه غــنی د خــمارونــو ډک شي لکه يو لوی پښتونستان چې درنګونو ډک شي

نورالبشر نويد ژورنالست ، کالم نګار ، لیکوال سکالر ، ډرامه لیکونکی ، کره کتونکی، د ليکوال د مجلی چیف ايدیټر
Nooral Basher Naveed Writer, Poet, Critic, Journalist, Chief Editor of The Monthly "LEEKWAL" Magazine Peshawar Pakhtunkhwa
-
بېرته شاته