(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پلار ته

ته باران د رحمتو وی ای گرانه پلاره ته زانگو د حمتو وی گرانه پلاره د ستا لاس د شفقت په مونږ اوږد وه ته دوا مو د دردو وی گرانه پلاره د تعلیم او د ادب ډیر طرفدار وی ته ډیوه د تاریکو وی گرانه پلاره ته مرزا وی ته ادیب وی ته شاعر وی په کردار د میړنو وی گرانه پلاره ستا شمله به د لنگی وه معلومداره خدمتگار د پښتنو وی گرانه پلاره خان بابا به په خپل قوم کی یادیدلی په ریښتیا ده صفتو وی گرانه پلاره د حفیظ ملیار لاسونه رب ته لپه چه سردار د جنتو وی گرانه پلاره

Hafiz Malyaar -
بېرته شاته